د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح د ګلبدین حکمتیار د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ارګ یې په کلابندۍ او د حکومت په ړنګولو ګواښلی وو، دا څرګندونې سیاسي ټوکه بللې.
ګلبدین حکمتیار تیره ورځ (یوه نۍ، سلواغې۲۶)، په خپلو خبرو کې هیښتیا ورکړه که د اسلامي حزب او دولت ترمنځ د سولې هوکړه لیک عملي نشي او د دې ډلې بندیان د قید او شرط پرته خوشې نشي، ارګ به کلابند او ولسمشر او شاوخوا کسان به یې له ارګ څخه بهر کړي.
ښاغلي صالح نن (دوه نۍ، سلواغې۲۷)، د دې څرګندونو په غبرګون کې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې څلویښت کاله فرسایشي هڅو، حکمتیار ارګ ته ندی رسولی.
د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړې: “له څلویښتو کلونو ډیرې فرسایشي او افسرده کوونکو هڅو سربیره، بغاوت، کودتاه، دسیسو، چلوټو، جګړې او وژنو هغه تر ارګ ونه رساوه. د افغانستان ضد هیڅ آدرس ندی چې هغه ورته مراجعه نه وي کړي. په پای کې بیا هم ارګ ته ونه رسید.”
ښاغلي صالح پر دوام ویلي: “اوس د توغندي وهلو له حالته تر خبرو رسیدلی دی. دې برخې ته باید درناوی وکړو. پریږدئ هر څه چې زړه یې غواړي، ووایي. سیاسي ټوکې خبر جوړوونکې دي.”
حکمتیار په خپلو پرونیو څرګندونو کې همداراز، حکومت د جګړې لباره د چمتووالي په موخه د وسلو په پټو راوړلو تورن کړ.
خو د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي چې حکومت په پټه او قاچاقي بڼه د وسلو راوړلو ته اړتیا نلري.
هغه زیاته کړه: “دولت تل د وسلو اړتیاوې په روښانه او مشروع بڼه ترسره کړي او کوي یې. د وسلو تدارکات د ولسمشرۍ مقام واک دی او هغه وروستی مصلحت ټاکي چې له کوم ځایه یې پیرل وشي.”
د دویم مقاومت اړوند د ښاغلي حکمتیار پرونۍ څرګندونې هم خبرجوړوونکې شوې.
ګلبدین حکمتیار پرته له دې چې د چا نوم واخلي، ویلي وو چې ولس ستیزه او جګړه غوښتونکي ناافغانان، د دویم مقاومت شعار ورکوي. هغه وویل چې د هغوی لومړی مقاومت تر کولاب تر تیښتې وو.
خو د ښاغلي حکمتیار دا خبرې، د اسلامي جمعیت د ګوند د مشر صلاح الدین رباني او د دې ګوند د اجرایي مشر عطامحمد نور له غبرګون سره مخامخې شوې.
عطامحمد نور د ګلبدین حکمتیار دا خبرې د هغه د “عقدې او بیچاره ګۍ” لوړه کچه بللې ده.
صلاح الدین رباني وایي چې دا ډول “تخریشوونکې او عقده یي” څرګندونې، د نفات او نفرت خپرولو او د ډلو، سیاسي ځواک او ټولنې ترمنځ د واټن رامنځته کولو پرته، بله هیڅ پایله نلري.
له دې ټولو سره، د سیاستوالو او د ګوندونو د یو شمیر مشرانو ترمنځ وروستۍ لفظي شخړې د خواله رسنیو د کاروونکو په تودې سکالو اوښتي او هیوادوالو ویلي چې د سولې روانو خبرو بهیر ته په کتو سره، افغانستان یووالي او یو موټي کیدو ته اړتیا لري او سیاسي مشران باید له هغو څرګندونو چې ناوړه پایلې لرلای شي، ډډه وکړي.