1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د حکومت او طالبانو د بندیانو د خوشې کیدو د ځنډ له ناوړه پایلو هیښتیا

22-1
03 May 2020

د سولې د چارو یو شمیر فعالان، له حکومت او طالبانو غواړي چې د بندیانو د تبادلې د بهیر چټکولو سره، د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره زمینه برابره کړي.

 

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک دوه میاشتې او څو ورخې وروسته، اوس د دواړو لوریو له لورې د دې هوکړه لیک د له پامه غورځیدو ویره زیږیدلې ده.

د دې هوکړه لیک لاسلیکیدو سره تمه وه چې جګړه ودریږي او د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي، چې په لړ کې یې په هیواد کې د وروستیو شلو کلونو جګړه پایته ورسیږي، خو د حکومت او طالبانو د بندیانو د تبادلې په بهیر کې ځنډ او د نښتو ډیریدو د سولې بهیر له ناڅرګند حالت سره مخ کړی.

د افغانستان د سولې د انسټیټوټ مشر، خلیل صافی، په دې اړه وایي چې د بندیانو د تبادلې په بهیر کې ځنډ به د هیواد په وضعیت منفي اغیز ولری.

دی له حکومت او طالبانو غواړي چې د بندیانو د تبادلې د بهیر چټکولو سره، د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره زمینه برابره او د سولې په برخه کې د لاسته راوړنو د لمنځه تلو مخنیوی وکړي.

په دې وروستیو کې د ملي امنیت د شورا دفتر، د طالبانو ډله په دې تورنه کړې چې د روژې مبارکې میاشت په لومړۍ اوونۍ کې د دې ډلې د پوځي خوځښتونو په پایله کې، اوولسو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۹ تنه نور هم ټپیان شوي.

د ملي امنیت د شورا ویاند، چاوید فیصل په دې اړه وویل چې د دې ډلې د پوځي بریدونو نه دریدو، د سولې بهیر اغیزمن کړی.

خو د طالبانو ډلې تل د لویو پوځي بریدونو ترسره کول رد کړي دي.

که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، ۵۰۰۰ طالب بندیان او د حکومت ۱۰۰۰ بندیان باید یوه نیمه میاشت وړاندې خوشی شوی وای؛ خو دا بهیر تراوسه ندی بشپړ شوی او تراوسه، ۶۵۰ طالب بندیان او د حکومت نږدې ۱۰۰ بندیان خوشې شوې دي