طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي چې د طالبانو ډلې درې کسیز پلاوی د بندیانو د خوشې کیدو د بهیر د پیلیدو لپاره د حکومت له فني ډلې سره په خبرو بوخت دی؛ خو د بندیانو خلاصون لا ندی پیل شوی.
د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لوی څارنوال او دې ډلې ته نږدې سرچینه، جلال الدین شینواری وایيچې حکومت د بندیانو د خوشې کولو لپاره نوي شرطونه ایښي چې د دواړو لوریو د بندیانو د خوشې کیدو بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
خو یو شمیر بیا، د بندیانو د خوشې کیدو د څرنګوالي پر سر د خبرو غځیدل، د بهرنیانو لاسوهنو سره تړلی بولي.
د سولې د ولسي ټولنې مشر او د طالبانو د رژیم مخکینی چارواکی، سیداکبر آغا په دې اړه وویل: چې امریکاییان د بندیانو د خوشې کیدو بهیر له لانجمنولو سره، په افغانستان کې د خپلې بقا هڅه لري.
د طالبانو د بندیانو او د دې ډلې له لورې د حکومتي بندیانو خوشې کیدل، باید د امریکا او طالبانو ترمنځ افغانستان ته د سولې راوستلو د هوکړه لیک د لاسلیک په لومړیو ورځو کې پیل شوی وای؛ خو له دې سره د حکومت د مخالفت له کبله، دا بهیر لا هم ندی پیل شوی.
مخکې له دې د ملي امنیت شورا ویلي چې د حکومت د فني ډلې او د طالبانو د پلاوي ترمنځ یو بحث، د جګړې ډګر ته د طالب بندیانو له نه ستنیدو د حکومت ډاډ دی. نن د ملي امنیت د شورا دفتر، په دې برخه کې د پرمخګتونو اړوند جزییات ورنکړل.
آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک