1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د حکومت د سولې د مرکچي پلاوي له جوړیدو د اروپایي ټولنې هرکلی

thdyh_rwp-min
31 Mar 2020

اروپایي ټولنه وایي، د افغانانو ترمنځ د خبرو د ځنډیدو لپاره هیڅ لامل نشته؛ عبدالله عبدالله د دې پلاوي د واک اړوند ویلي چې ډیر بحث ته اړتیا ده.

 

اروپایي ټولنه له طالبانو سره د حکومت د مرکچي پلاوي جوړښت، ټول ګډونه بولي او له دې جوړښته هرکلی کوي.

دې ټولنې اعلان کړی چې د افغانانو ترمنځ د خبرو د ځنډولو لپاره هیڅ لامل نشته او د جګړې لوري باید د خبرو پیلولو سره، د اوربند لپاره زمینه برابره کړي.

د دې ټولنې په اعلانپاڼه کې راغلي: مونږ د سولې په خبرو اترو کې د ځوانانو، میرمنو او قربانیانو ته د اغیزمنې ونډې د پیاوړتیا په برخه کې له مشرانو ملاتړ کوو. مونږ له طالبانو غواړو چې په افغانستان کې د سولې خبرو اترو او تاوتریخوالي د کمیدو په برخه کې خپل پیاوړی هوډ وښایي او د دوحې د هوکړې پر بنسټ، د اوربند لپاره معنا لرونکې خبرې پیل کړي.

له بلې خوا، د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، صدیق صدیقي ویلي که طالبان سولې ته ژمن و اوسي، د سولې په هوکړه لیک کې په خپلو ژمنو عمل کوي.

ښاغلي صدیقي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: “نور د خبرو اترو ځنډیدو لپاره هیڅ پلمه او یا لامل شتون نه لري- که چیرې طالبان سولې ته ژمن وي د هغې هوکړې پر بنسټ چې لاسلیک کړې یې ده، عمل وکړي، د افغانستان حکومت د سولې لپاره دا ټول ګامونه پورته کړي دي.

په همدې حال کې عبدالله عبدالله خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې “مرکچي ټیم د افغانستان اسلامي جمهوریت او د هیواد له ملي ګټو استازولی کوي او د ګزارش ورکولو د بڼې او دې پلاوي ته د واک ورکولو مرجع، ډیرو خبرو ته اړتیا لري.

حکومت په دې وروستیو کې د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره، د ملي امنیت د مخکیني مشر، معصوم ستانکزي په مشرۍ د ۲۱ کسیز مرکچي پلاوي نوملړ اعلان کړ. خو طالبانو د دې پلاوي له جوړښت سره مخالفت کړی دی.