د عبدالله عبدالله دویم مرستیال ویلي چې له طالبانو سره د حکومت مرکچي پلاوی باید د افغانستان له ټولو قومونو او سیاسي ګوندونو استازیتوب وکړي؛ که نه، د خبرو اترو بهیر به ناکامه شي.
د طالبانو او امریکاییانو ترمنځ افغانستان ته د سولې راوستلو د هوکړې پر بنسټ، نن (د مارچ لسمه)، باید د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شوی وای؛ خو د حکومت د مرکچي پلاوي د نه وروستي کیدو له کبله دا خبرې پیل نشوې او وځنډیدې.
د عبدالله عبدالله دویم مرستیال، اسدالله سعادتي له آرزو سره په مرکه کې ویلي چې دا پلاوی باید د “افغانستان د واقعیتونو ښکارندوی” و اوسي.
هغه پر دوام زیاته کړه: “مونږ سیاسي او قومي واقعیتونه لرو، که هغوی د دې پلاوي په جوړښت کې حضور ونلري، شونې ده د هغوی نشتون د سولې بهیر له ناکامۍ سره مخ کړي.”
له طالبانو سره د خبرو لپاره د حکومت د پلاوي نه جوړیدو، مخکې له دې هم د سیاستوالو نیوکې له ځانه سره لرلي دي.
په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګلبدین حکمتیار مرستیال، فضل هادي وزین ویلي چې د حکومت مشران باید سیاسي اختلافونو په څنګ پریږدي چې هیواد د افغانانو ترمنځ د خبرو په لور ولاړ شي.
هغه رامنځته شوې سیاسي ناندرې د افغانانو ترمنځ د خبرو په پیل کې د ځنډ لامل وبللې.
تیره ورځ ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کط د سولې د مرکچي پلاوي او د طالب بندیانو د خوشې کیدو اړوند د فرمان د اجرا خبر ورکړ. تمه ده دا فرمان نن شپه ناوقته (درې نۍ) اجرا شي.
خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین، په يوه ټوییټ کې لیکلي چې دې ډلې د افغانستان له بندخونو د خپلو ۵ زرو بندیانو نوملړ، امریکا ته سپارلی دی.
ښاغلي شاهین زیاته کړې: مونږ امریکايي پلاوي ته د پنځو زرو تنو نوملړ سپارلی چې هیڅ څوک په هغه کې جعل نشي کولای. زمونږ یو آړ دا دی؛ چې دا کسان هغه مهال مونږ ته د منلو دي چې زمونږ د پلاوي د تایید وړ وګرځي او خوشې شوي کسان باید د هماغه نوملړ پر بنسټ و اوسي چې امریکاییانو ته مو سپارلی دی.
له بلې خوا، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لوی څارنوال، جلال الدین شینواري، آرزو ته ویلي چې طالبانو له امریکاییانو سره د دې ډلې د پنځو زرو بندیانو د خوشې کیدو اړوند هوکړه کړې، او تر هغه چې دا بندیان خوشې نشي، طالبان له افغانانو سره خبرې نه پیلوي.