حکومت د بغلان، لغمان، نورستان، خوست او سمنګان ولایتونو لپاره والیان وپيژندل.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د وړاندیز پر بنسټ، تاج محمد جاهد د بغلان والي په توګه، رحمت الله یارمل د لغمان والي، عبدالغفور ملکزی د نورستان والي، محمد صدیق پټمن د خوست والي او محمد داود کلکاني د سمنګان والي په توګه ټاکل شوي دي.
ولسمشرۍ مانۍ همداشان د ښځو چارو وزارت وړاندیز اړوند د ۳۴ والیتونو لپاره چې د والي مرستیال میرمن وي منلې ده.
له بلې خوا ولسمشرۍ مانۍ تیره ورځ له ټولو لوړ پوړو حکومتي چارواکو څخه عوښتنه وکړه چې خپلې شتمنۍ راتلونکې اونۍ ثبت کړي، که نه نو د مالیې وزارت لخوا به د دوی امتیازات پرې شي.