د افغانانو ترمنځ خبرو اترو په پیل سره اټکل شتون لري چې د طالبانو لا ډیر بندیانو خوشې شي.
د ملي امنیت دشورا ویاند جاوید فیصل په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې د ولسمشر د فرمان پربنسټ تیره ورځ د ( د غويي/ثور په ۱۶ مه)د طالبانو ۱۰۲ نور بندیان خوشې شول او دا لړۍ دوام لري خو طالبان باید امنیتي ځواکونه او برمته شوي ولسي کسان له کوم ځنډ پرته خوشې کړي ترڅو مخامخ خبرې اترې پیل شي.
په همدې حال کې طالبانو هم په کندهار ولایت کې د ۲۰ امنیتي ځواکونو له خوشې کیدو خبر ورکړی دی.
د آمریکا او طالبانو ترمنځ ترسره شوې هوکړې پر بنسټ د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو له منځه تر اوسه د دې ډلې ۸۵۰ بندیان د حکومت له لوري خوشې شوي دي.او دې ډلې بیا د حکومت څه باندې سل (۱۰۰) بندیان له بنده آزاد کړي دي.