1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د حکومت له لورې د ۱۸۰نورو طالب بندیانو خوشي کیدل

zendan
13 Jul 2020

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي چې تیره ورځ د حکومت له بندخونو ۱۸۰ نور طالب بندیان خوشي شوي دي.

ښاغلي فیصل زیاته کړه چې طالبانو د خپلو ژمنو په پلې کیدو کې پاتې راغلي او دمګړۍ د ډې تر څنګ کې چې زر امنیتي ځواکونه یې له بنده خوشي کړي نه دي، افغان وژنې ته یې هم دوام ورکری دی.

له بلې خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي چې د بندیانو خوشې کول باید د دوحې د پریکړې پر اساس د دې ډلې له نوملړ سره سم وي.

د حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو تبادله د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره یو له اساسي مخ اړونو څخه ګنل شوی دی. هغه لړۍ چې دمګرۍ د طالبانو د ۶۰۰ بندیانو د خوشي کولو پر څرنګوالي د اختلافونو له امله له ننګونو سره مخ شوی دی.

د ګزارشونو پر بنسټ، د حکومت لخوا تراوسه ۴۱۹۹ طالب بندیان او د طالبانو لخوا د امنیتي ځواکونو ۷۰۰ بندیان له بنده خوشي شوي دي.