1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د حکومت پلاوي لخوا د اسلام کلا ګمرک د اورلګیدنې د څیړنې پيل

هرات
23 Feb 2021

د ولسمشرۍ مانۍ پلاوي د هرات د کلا ګمرک د اورلګیدنې په اړه خپل څیړنې پیل کړی.

دا پلاوی چې پکې دیرلس بڼسټونو شامل دي تیره ورځ (د کب۴) د دې پيښې د اړخونو په اړه یې څیړنې پیل او ویلي دي چې له عاملینو سره به قانوني چلند وشي.

مخکې له دې هم د خصوصي سکتور استازو، د سوداګرې خونې او یو شمیر قانون جوړونکو د هرات په اسلام کلا ګمرک کې فساد د دې اورلګیدنې لامل په ګوته کړی وو.

د هرات د اسلام کلا ګمرک د پیښې په اړه د سوداګرۍ او پانګه ونۍ خونې د پلاویو څیړنې ښي چې سوداګرو په سلګونو میلیون ډالرتاوان کړی؛ که حکومت دا تاوانونه جبران نه کړي سوداګر به د پانګه ونۍ له دوام څخه لاس واخلي.