په هیواد کې د نا کراریو له ډيریدو وروسته، حکومت د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت خونو په مشرتابه کې په بدلونونو لاس ووهه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې ویلي دي چې د ولسمشر د فرمان پر بنسټ بسم الله محمدي د ملي دفاع وزارت او د کندز مخکېنی والي عبدالستار میرزکوالی هم د کورنیو چارو وزارت د واکپالانو په توګه ګمارل شوي دي.
د دې فرمان پر بنسټ، د کورنیو چارو وزارت مخکېنی واکپال حیات الله حیات د کلیو او پراختیا وزارت واکپال ټاکل شوی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته دنده سپارلې ترڅو په نږدې ورځو کې دا کسان ملي شورا ته ور وپیژني.
او د ولسمشر په فرمان کې همدا شان راغلي دي چې د کلیو او پراختیا وزارت مخکېنی واکپال مجیب الرحمان کریمي په پراختیا د پرمختیا او زیربنا په برخه کې د ولسمشر سترکار ټاکل شوی دی.