1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو؛ خلیل زاد کابل ته راغی

خلیل‌زاد
05 Jan 2021

دوحې ته د افغانستان حکومت د مرکچي پلاوي سفر سره هم مهاله د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی کابل ته راغی.

د ملي روغې جوړې په لویې شورا کې سرچینه وایي چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانکړی استازی زلمی خلیل زاد نن سهار (درې نۍ) کابل ته راغلی دی.

د دې سرچینې په وینا تمه ده ښاغلی خلیل زاد له حکومتي چارواکو سره د سولې خبرو اترو د راتلونکو سکالو په اړه بحث وکړي.

تمه وه د افغانستان سولې لپار ه د امریکا استازی د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د دویم پړاو د پیل په مراسمو  کې ګډون لپاره نن قطر ته ولاړ شي.

ښاغلي خلیل زاد په خپله ټویټرپاڼه کې هیله مندي ښودلې ده چې دوحې او سیمې ته په خپل دې سفر کې په راتلونکې پړاو خبرو اترو کې د پرمختګ شاهد وي او دواړه لوري باید وښيي چې د تاوتریخوالو کمیدو،اوربند او یوې سیاسي هوکړې ته د رښتینې روغې جوړې لپاره عمل کوي.

ښاغلي خلیل زاد په داسې حال کې کابل ته سفر کړې چې د افغانستان حکومت پلاوي په خپل منځ کې د سلا مشورو  څخه د دریو اونیو وروسته د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو  کې د ګډون لپاره نن د دوحې پلازمینې قطر ته سفر کړی دی.

د افغان حکومت پلاوي وویل چې د درې اونیو وقفې پرمهال یې له بیلابیلو سیاسي ګوندونو، حکومت او ملي روغې جوړې شورا سره ولیدل او ټولو خواو د خبرو اترو او د اوسني جوړښت د ساتنې په دوهم پړاو کې د اوربند پر لومړیتوب ټینګار کړی دی.