1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د خبرو اترو له بهیر څخه د خلیل زاد ناهیلي

زلمی-خلیلزاد
28 Oct 2020

د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وایي چې د تل لپاره یوې سیاسي هوکړې ته رسیدو فرصت رامنځته کیدل به ناشونی وي.

د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړي استازي په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې له ژمنو سره سره، بیا هم په افغانستان کې تاوتریخوالی نه دی کم شوی او هغه دا ځل په نهیلۍ سره سیمې ته ستون شوی دی.

ښاغلی خلیل زاد ټينګار کوي چې افغانان دې د ویجاړولو،غچ اخیستنې او ګډوډۍ پر ځای د ټیکاو او پرمختیا په لور ګام پورته کړي.

په همدې حال کې د ولسمشر غني دویم مرستیال وایي چې د تاوتریخوالو له ډیریدو او په خبرو اترو کې کړکیچ، د سولې اړوند د خلکو باور زیانمن کړی دی.

 

سرور دانش په کابل کې د آمریکا له سفیر سره په لیدنه کې ویلي دي چې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو او آمریکا ژمنه دا وه چې د دولت له لوري د پنځه زره طالب بندیانو خوشې کیدو سره، تاوتریخوالی کمیږي خو په وروستیو ورځو کې د هیواد ډیری برخې د تاوتریخوالو او ترهګریزو بریدونو د ډیریدو شاهد دي.

ښاغلی دانش هیښتیا ورکوي چې پرلپسې د دوحې د هوکړې نقض د سولې بهیر په جدي توګه زیانمن کړی دی.