1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د خطرناکه طالب بندیانو له خوشې کیدو سره د لویې جرګې هوکړه

117335927_3282501601833971_5105566468845008746_n
09 Aug 2020

د سولې مشورتي جرګې په پریکړه لیک کې، د افغانستان له بندخونو د طالبانو د ۴۰۰ خطرناکخه غړو خوشې کیدو سره هوکړه کړې؛ ولسمشر غني وایي چې د دې بندیانو د خوشې کیدو فرمان لاسلیکوي.

 

د سولې د مشورتي جرګې وروستۍ ناسته. نن (یوه نۍ، زمري۱۹)، ترسره شوه.

دې جرګې د عبدالله عبدالله په مشرۍ، حکومت ته ۲۵ ماده یي پریکړه لیک وسپاره او د دې سند په دویمه ماده کې، ګډونوالو د طالبانو د خطرناکه بندیانو له خوشې کیدو سره هوکړه کړې ده.

د دې پریکړه لیک په دویمه ماده کې راغلي: جرګه د سولې د خبرو د پیل، د وینې توییدو د پایته رسیدو او عام خیر او مصلحت لپاره د خنډونو د لرې کولو په موخه، د طالبانو د بام وړ ۴۰۰ بندیانو خوشې کیدل تاییدوي.

په دې پریکړه لیک کې همداراز ویل شوي، که بهرني ښاریان د دې بندیانو ترمنځ اوسي، باید اړوندو هیوادونو ته د ضمانت له مخې وسپارل شي.

د سولې مشورتي جرګې غړو همداراز د بندیانو د خوشې کیدو په صورت کې، د بیړني او دوام لرونکي اوربند غوښتن هوکړه او له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له امریکا هم وغوښتل چې په دې برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

په دې پریکړه کې کې همداراز راغلي چې؛ د افغانستان حکومت او خلکو ته باید ډاډ ورکړل شي چې خوشې شوي بندیان تر څارنې لاندې دي او بیا د جګړې لیکو ته نه ستنیږي.

د سولې مشورتي جرګې له طالبانو هم غوښتي چې د دې ډلې د ژمنو پر بنسټ، د افغانستان دولت ټول ملکي او پوځي اسیران باید خوشې کړي. پر وړاندې، دې جرګې له حکومت څخه د هغو امنیتي سرتیرو د منسوبینو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه، چې هیواد ته د خیانت په جرم نه وي محکوم شوي.

د سولې د مشورتي جرګې مشر، عبدالله عبدالله په دې ناسته کې وویل: د تاریخي مشورتي لویې جرګې د پریکړه لیک پریکړې، د خبرو د پیل پر وړاندې وروستۍ پلمې هم رفع کړې. مونږ د خبرو د پیل په درشل کې یوو.

مخکیني ولسمشر، حامد کرزي هم په دې ناسته کې له دې پریکړې هرکلی وکړ.

ښاغلي کرزي وویل؛ دې پریکړه، دا خپلې هغې هیلې ته چې سوله ده، رسولی دی. کرزي طالبانو ته په خطاب وویل چې د لویې جرګې د پریکړې پر وړاندې، له جګړې لاس په سر او د سولې خبرو ته غاړه کیږدي.

ولسمشر غني هم په دې ناسته کې وینا وکړه، د جرګې پریکړه یې د افغانستان د ټول ولس پریکړه وبلله او ځّان یې د دې پریکړې په پلي کولو مکلف وباله.

هغه د دې ۴۰۰ بندیانو د خوشې کیدو د حکم لاسلیک د خپل ژوند تر ټولو ستونزمنه پریکړه وبلله او ویې ویل چې نن یې عملي کوو.

ولسمشر غني له طالبانو وغوښتل چې د لویې جرګې د دې پریکړې پر وړاندې، په هیواد کې د اوربند له ټینګیدو ویره ونلري.

ولسمشر وویل چې حکومت یې طالبان د افغانستان د ټولنې د یوه واقعیت په توګه پيژني.

ښاغلي غني همداراز د امنیتي سرتیرو د بندیانو د خوشې کیدو ډاډ ورکړ.

ولسمشر اوسنی حالت ګونګ وباله. هغه د ګواښوونکو چلوټو خبر هم ورکړ چې د افغانستان پر وړاندې کیږي، خو ونه یې غوښتل چې په دې اړه ډیر څه ووایي.

مخکې له دې طالبانو له دې جرګې سره خپل مخالفت اعلان کړی وو؛ خو تراوسه یې د لویې جرګې د پریکړې او د لویې جرګې په تالار کې له دې ډلې د غوښتنې په غبرګون کې، څه ندي ویلي.