1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د خلیلزاد خوشبیني؛ د ملګرو ملتونو اندیښنه

زلمی-خلیلزاد
02 Jun 2020

ظاهراْ د اختر په ورځو کې د درې ورځیني اوربند، د نااعلان شوي اوربند دوام او د دواړو لوریو له لورې د تاوتریخوالي کمښت، د سولې د خبرو د پرمخ وړلو لپاره هیلې لا ډیرې کړي.

 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، هیله ښودلې چې د تاوتریخوالي کمښت او د بندیانو خوشې کیدو ته په کتو سره، د افغانانو ترمنځ د خبرو پيل ته هیلې ډيرې شوي؛ خو د ملګرو ملتونو سازمان بیا، د طالبانو ډلې د مشرتابه ترمنځ د اختلاف له رامنځته کیدو پرده پورته کړې.

زلمی خلیلزاد وایي، چې اوس مهال ټولې هڅې د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل ته ځانګړې شوي، له دې کبله، دواړه لورې (د افغانستان حکومت او د طالبانو ډله) باید په ټولو مواردو او همداراز د دې خبرو په ځای هم هوکړې ته ورسیږي.

د ښاغلي خلیلزاد په وینا، ګڼو هیوادونو د دې خبرو د کوربه توب وړاندیز کړی، خو په دې اړه د دواړو لوریو هوکړه، مهمه ده.

هغه زیاته کړې ده: “هیله من یوو چې د تاوتریخوالي کچه همداراز ټیټه شي چې د بندیانو خوشې کیدو سره وکولای شو چې د افغانستان د راتلونکي اړوند په دې هیواد کې د ۴۰ کلنې جګړې د پایته رسولو لپاره د افغانانو ترمنځ خبرې پیل کړو. د هغه څه په اړه مو چې ویلي زمونږ ژمنه د شرایطو پر بنسټ ده. باید ووینو چې په دې برخه کې د مخامخ لوري ژمنه څرنګه ده او څرنګه یې په دې ژمنو عمل کړی دی. مونږ په هغه څه چې طالبانو ژمنه کړې، څارنه کوو.

په همدې حال کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې د لویې شورا مشر، عبدالله عبدالله د ویډیو کنفرانس له لارې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره د سولې د راتلونکو ګامونو، د بندیانو په خوشې کیدو او د افغانانو ترمنځ د خبرو د ترسره کیدو د ځای اړوند خبرې کړې دي.

له دې سره سم د افغانستان او ایران ولسمشرانو هم په یوې ټلفوني اړیکه کې په سیمه او افغانستان کې د سولې او ټیکاو اړوند خبرې کړې دي.

خو د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو اړوند خوشبینیو سره سره، د ملګرو ملتونو سازمان د طالبانو ډلې د مشرتابه ترمنځ له ژور اختلافه پرده پورته کړې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو د څارنې ډلې، د دې سازمان د ۳۳ غړو هیوادونو له چارواکو سره د مرکو پر بنسټ چې امنیتي او استخباراتي بنسټونه هم په کې شامل دي نوې ګزارش چمتو کړی چې په هغه کې د طالبانو ډلې د مشرتابه ترمنځ د اختلاف د شتون او له القاعدې سره د دې ډلې ډلې د اړیکو د دوام یادونه شوې ده.

په دې ګزارش کې ویل شوي چې طالبان د دوحې د هوکړه لیک د بریالیتوب اړوند شک لري، له دې کبله د دې ډلې ترمنځ اختلاف رامنځته شوی چې دا خپله د هوکړه لیک بریا ستونزمنوي. خو د طالبانو ډلې د یوې اعلانپاڼې خپرولو سره د ملګرو ملتونو سازمان دا ګزارش ناسم بللی او له امریکا سره یې د دې ډلې د هوکړه لیک په عملي کیدو ټینګار کړی دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې یو شمیر کړۍ د دې ګزارش جوړولو سره د دې ډلې او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک د ویجاړولو او ناکامولو په هڅه دي چې په افغانستان کې د جګړې اور تود پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې سولې ته د رسیدو خوشبیني هغه مهال ډیره شوه چې حکومت د طالب بندیانو د خوشې کیدو بهیر چټک کړ او دواړو لوریو تاوتریخوالي کې هم کمښت راووست.