د خورشید ټلویزیون د کار کوونکو لیږدونکی موټر نن ( پیلنۍ د غبرګولي ۱۰) په کابل ښار کې د واټ تر غاړې ماین سره برابر شو.
دا پیښه د ټرافیک څلورې په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د دې بنسټ کاسټر ډوله موټر د واټ تر غاړې ماین سره برابر شوی.
خپاره شوي راپورونه ښيي چې تر اوسه په دې پیښه کې د دې رسنۍ دوو کار کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی،خو امنیتي بنسټونو بیا تر دمګړۍ څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې د خورشیدټلویزیون پازوال رسنیو ته ویلي دي چې په دې پیښه کې د دې رسنۍ یوه موټرچلونکي او یوه خبریال خپل ژوند له لاسه ورکړی او پڼځه نور ټپیان شوي دي.