1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د خوست د هوایي ډګر پرانیسته؛ غني: امریکاییان مو له خپلې خاورې بهر کړل

216725785_4105459966196881_6685681296429856577_n
10 Jul 2021

ولسمشر غني د خوست هوایي ډګر په پرانیست غونډه کې وویل چې امریکاییان د ده په غوښتنه له هیواده وتلي او دوه کاله مخکې یې په دې تړاو، ډونالډ ټرامپ ته لیک استولی وو.

 

ولسمشر غني د یو لړ سترو حکومتي چارواکو په مشرۍ، نن سحار (پیلنۍ، چنګاښ نولسمه)، د خوست نړیوال هوایي ډګر د پرانیستې په موخه، دې ولات ته ولاړ.

ښاغلي غني په یوې وینا کې وویل چې امریکاییان د ده په غوښتنه له هیواده وتلي او دوه کاله مخکې یې د امریکا مخکیني ولسمشر، ډونالډ ټرامپ ته په یوه لیک کې له هغه غوښتي وو چې له افغانستان څخه ووځي.

هغه زیاته کړه: “امریکاییان مو له خپلې خاورې بهر کړل. هیڅ کله مې هغو ته ندي ویلي چې پاتې شۍ. اوه کاله مخکې مې ویلي وو چې امریکاییان دې ووځي. دوه کاله مخکې مې هم ولسمشر ټرمپ ته ولیکل چې ووځئ.”

د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل د سولې د خبرو د آسانولو لپاره د دوحې د هوکړه لیک مهمه برخه وه او د بایډن د ادارې د کار پیلیدو سره، واشنګټن له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د بهر کولو مهال ویش وروستی کړ. د دې مهال ویش له مخې، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د روان کال له مې میاشتې پیل او د سپټامبر د یوولسمې مخکې پایته رسیږي.

مخکې له دې، حکومت هم تل دې وتلو ته د فرصت په توګه کتلي او د هیواد د خاورې د ساتنې لپاره یې د دولتي سرتیرو د وړتیاوو ډاډ ورکړی.

ښاغلي غني په دې مراسمو کې، طالبانو ته هم ځینې خبرې لرلې؛ دی وایي چې دا ډله د بهرنیو په ګټه جګړه کوي او د جګړې او د هیوادوالو د وژنې پر وړاندې مسووله ده.

ولسمشر وویل چې د امریکا له وتلو وروسته، طالبان باید د خبرو د میز تر شا کښیني. خو هغه هیښتیا ورکوي که طالبان سوله ونه مني، پر وړاندې به یې ودریږي.

ښاغلي غني یاده کړه: “آیا دا تعادل دی چې یو لوری خبرې او بل لوری جګړه وغواړي؟ د خدای تعالی امر دی چې لومړی سوله او که چا سوله ونه منله، باید پر وړاندې یې ودریږئ. له طالبانو وپوښتئ چې د چا لپاره جګړه کوي؟ د افغانستان لپاره، یا غواړي چې افغانستان په نورو وپلوري.”

هغه زیاته کړه: “که سبا کښینو، ولې نن کښيننو؟ له امریکاییانو سره ستاسې هوکړې له شریعت څخه لوړه ده؟ اوس چې امریکاییان ولاړل، له چا هوکړه غواړئ؟”

هغه همداراز وویل چې د افغانستان حکومت د جګړې په ډګر کې بایله نده لرلې؛ بلکې طالبانو تبلیغاتو ته مخه کړې ده.

ښاغلی غني د نظام مخربینو ته هم هیښتیا لري، هغه ټینګار وکړ چې له دې وروسته یې پر وړاندې زغم نه کوي. “هغه کسان چې دننه، نظام تخریبوي له دې وروسته یې پر وړاندې صبر او زغم شتون نلري.”