1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د خپلواکۍ په ورځ په کابل کې د توغندیو د لګیدلو له امله د ۱۹ تنو مرګ ژوبله   

راکت-کابل
19 Aug 2020

په کابل ښار کې د خپلواکۍ په ورځ د توغندیو د لګیدلو له امله درې تنه مړه او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وویل چې ترهګرو پرون (درې نۍ،زمري۲۸) د پلازمینې په دوو برخو کې توغندي وویشتل.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پيښې په پایله کې د دوه حکومتي کارمندانو په ګډون درې تنه مړه او د شپږ ملکي وګړو په ګډون ۱۶ تنه نور ټپیان شوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دې پیښې د ټپيانو په منځ کې څلور ماشومان او یوه ښځه هم شامله ده.