1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د خپل هندي سیال سره د حنیف اتمر لیدنه

دهلی
23 Mar 2021

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هند ته په خپل سفر کې له خپل هندي سیال جي شنکر سره لیدنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړه خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا،د افغانستان د سولې بهیر په تړاو د نړیوالې او سیمه ییزې ټلوالۍ پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړي دي

د دې وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ ښاغلي اتمر همداشان د هیواد د سولې په بهیر کې د هند رول مهم ګني او د فغانستان د سولې په پیاوړتیا کې د دې هیواد د لا ډیرو مرستو غوښتونکی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو لوریو د سیمه ییزو نښلوونکو پروژو په ګډون، د مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا ته د افغانستان له لارې د ريل پټلۍ غځول، د چابهار بندر پراختیا او د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا په اړه هم خبرې کړي او دغه پروژې یې د سیمه ییز ثبات د پیاوړتیا لپاره مهمې ګڼلې دي.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ (د وري۲) د یوې لوړ پورې دولتي پلاوي سره نوي دهلي ته سفر کړی دی.