د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په افغانستان کې د داعش ډلې هڅو دریدو لپاره د طالبانو له اقدامونو هرکلی کړی دی.
ښاغلي خلیل زاد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې دا کار په هوکړه لیک کې د القاعدې او نورو ترهګریزو ډلو پر وړاندې چې د متحده ایالاتونه او نورو ملګري هیوادونه ګواښي د طالبانو عمومي ژمنو ښکارنده دی.
زلمي خلیل زاد همدا شان ټينګار کړی دی چې د واشنګټن د ژمنو رښتنولي،د طالبانو له لوري شویو ژمنو عملي کیدو پوري تړاو لري.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړې ده: ” مونږ له طالبانو تمه لرو ترڅو خپلې ژمنې عملي کړي،په هوکړه لیک کې زمونږ ژمنې،د طالبانو اقدامونو پوري تړاو لري او د داعش پر وړاندې د طالبانو اعلامیه او په کنړ کې د ترهګرو پر وړاندې د دې ډلې وروستي عملیات،مثبت ګامونه دي.”
درې ورځې وړاندې د طالبانو ډلې په یوې اعلامیه کې ادعا کړې وه چې د کنړ ولایت یې د داعش له شتونه چڼ کړی او د دې ډلې د ځپلو لپاره هڅې به دوام ولري.