1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د داعش ۱۱ غړو چې په لویې جرګې د برید هوډ درلود نیول شوي

یاسین-ضیا-1
09 Aug 2020

د سولې د مشورتي جرګې د ترسره کیدو وروسته، د ملي دفاع وزارت د سولې په مشورتي لویې جرګې د برید د هوډ د لرلو په تړاو د ګڼو تنو د نیول کیدو خبر ورکړ.

 

د پوځ لوی درستیز، یاسین ضیا، نن یوه نۍ (زمري۱۹)، د سولې د مشورتي جرګې وروسته په یوې خبري ناسته کې وویل چې په تیرو څو ورځو کې، امنیتي ځواکونو د لویې جرګې په کیږدۍ د ګڼو وسله والو بریدونو مخه نیولې ده.

د پوځ لوی درستیز وویل چې امنیتي ځواکونو په ګڼو عملیاتو کې؛ د داعش ډلې یوولس غړي او یو شمیر طالب جنګیالي د کابل له ښار څخه نیولي دي.

د ښاغلي ضیا په وینا، له دې کسانو ځینې وسلې هم ترلاسه شوي چې په جرګې یې د ډزو لپاره چمتو کړې وې.

هغه ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونو د مشورتي جرګې پر وړاندې د برید طرحو مخنیوی کړی او دا جرګه په کراره فضا کې ترسره شوه.