د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي چې د هیواد نامتو نامتو شاعر او لیکوال یحیا جواهري د ورپیښې ناروغۍ له کبله ومړ.
ښاغلی جواهري له څو مودې را په دې خوا د مغزي سکتې له کبله په کابل کې یوه روغتون کې بستر وو او نن سهار درې نۍ په ۶۶ کلنۍ عمر سترګې له نړۍ څخه پټې کړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت واکبال، طاهر زهیر د هغه د تلین په مناسبت یوه پیغام کې لیکلي: “یحیا جواهري د خپل عمر ډیره برخه د هیواد د ژبې او ادبیاتو په چوپړ کې تیره کړه، ویې لیکل او شعرونه یې وویل او په لیکنو او شعرونو کې یې د خلکو هیلې او غوښتنې پرتې وې.”
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه پیغام سره، د یحیاجواهري مړینه یوه لویه ضایعه بللې او یلي یې دي چې هغه خپل ډیرعمر د شاعر، لیکوال او ادبي او فرهنګي فعال په توګه تیر کړی دی.
شهر هزار چهرهی من، فال و تماشا، ماه در فنجان، الاغزل، آنسوتر از ستاره، خط اول عشق، انار چلهنشین، مبهم در موهوم، دیرآباد او څو نور اثرونه چې د چاپ لاندې دي د دې نامتو شاعر له اثرونو دي.