1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د درې ورځیني اوربند پای؛ په هیواد کې د جګړې مورچلونه بیا تاوده شوي

تلفات-نظامیان
16 May 2021

د اختر په پار له  درې ورځيني اوربند څو ګړۍ وروسته، د هیواد یوشمیر برخې یو ځل بیا د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې شاهدانې وې.

 

له دې منځه د هیواد په سویل زون کې د پوځ ځواکونه له اوربند وروسته د تعرضي او چاڼیزو عملیاتو له پیله خبر ورکوي او د هلمند ولایت یوشمیر برخې لکه لښکرګاه ښار او همدا شان نهرسراج او ناوې ولسوالۍ د دواړو لوریو ترمنځ نښتې شاهدانې وې.

له بلې خوا د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ د پولیسو مشر عبدالظاهر اتل هم له طالبانو سره په نښته کې لومړی ټپي او وروسته یې په روغتون کې سا ورکړې ده.

د بشرحقونو خپلواک کمېسیون د تاوتریخوالو له دوام څخه په اندیښنې سره ټینګار لري چې خلک د اختر په پار وربند له اعلان وورسته هیله مند انساني مرګ ژوبله، او همدا شان مالي او معنوي زیانونه کم شي. دا بنسټ د جګړې له ښکیلو غاړو د تاوتریخوالو د دریدو او د خبرو اترو له لارې د جګړې د پای غوښتونکی دی.

له دې سره د ملي دفاع وزارت وايي چې طالبانو د هیواد په ۱۷ ولایتونو کې  اوربند مات کړی.

د دې وزارت پازوال وايي چې د طالبانو له لوري د اوربند په نقض سره ۲۱ ولسي کسانو ژوند بایللی او ۳۳ تنه هم ټپیان شوي دي. خو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 دملي دفاع وزارت ویاند، فواد امان وایي: “د اعلان شوي اوربند د پایته رسیدو وروسته، د طالبانو ترهګریز فعالیتونه همداراز دوام لري، د افغانستان په خلکو د طالبانو ډلې بریدونه ندي دریدلي او په چټکۍ سره دوام لري.”

له بلې خوا، د مشرانو جرګې غړې، انارکلي هنریار بیا د اوربند پر دوام ټینګار لري. هغې وویل: “هغه اوربند چې کیږي باید په دې برخه کې ډاډ شتون ولري چې اوربند دوام لرونکی او رښتینی اوسي.”

د مشرانو جرګې بل غړی، رحیم حسنیار په دې تړاو وایي: “له بده مرغه پر وضعیت کنټرول نشته او نورې ترهګریزې ډلې هم د هیواد د خاورې دننه شته دي چې نه د حکومت تابع دي او نه طالبانو.”

دا په داسې حال کې ده چې د روژې مبارکې میاشت په لړ کې د هیواد په یوشمیر برخو کې نا کرارۍ ډیرې شوې وې، د اختر په ورځو کې هم په یوشمیر ولایتونو کې د ماینونو چاودنې له کبله یوشمیر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.