د اروپایي ټولنې سفیران او حکومت د دوحې خبرو اترو د کرنلارې له وروستي کیدو هرکلی کوي.
ولسمشرغني دا اقدام د اصلي خبرو اترو پیل او په افغانستان کې د اوربند او تلپاتې سولې ټینګښت لپاره د خلکو د غوښتنو په برخه کې مهم ګام بولي.
له بلې خوا د مرکچي پلاوي غړی نادرنادري وایي چې که هم د دوحې بهیر پیچلی دی خو خلک په هیواد کې د جګړو پای لپاره د دې بهیر د چټکوالي غوښتونکي دي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیرانو له ولسمشرغني سره په لیدنه کې د خبرو اترو وروستیو پرمختګونو په اړه لیدنه کړې ده.
د اروپايي ټولنې سفیرانو هیله مندي کړې ده چې د خبرو اترو د کړنلارې وروستي کیدل، د اساسۍ خبرو اترو لپاره لار هواره کړي.
دوی همدا شان د سولې په خبرو اترو کې پرمختګ د بیړني اوربند ټینګښت لپاره مهم بولي.