1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د دوحې خبرې؛ په تیرې اوونۍ کې د مرکچي پلاويو ترمنځ هیڅ ناسته نده شوې

آغاز-مذاکرات-میان-افغان-ها
11 Nov 2020

د سولې د چارو فعالان وایي، چې په وروستیو ورځو کې ټول لوري د امریکا د ټاکنو د پایلو او د افغانستان پر وړاندې د دې هیواد د نوي حکومت د سیاستونو د روښانیدو په تمه وو.

 

په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو له رسمي پیل څخه، نږدې دوه میاشتې تیریږي؛ خو دا بهیر همداراز په سمه توګه په لار ندی برابر شوی او په بې برخه لیکۍ کې شتون لري.

په تیرې یوې اوونۍ کې دواړو لوریو د ګډو ناستو د ترسره کیدو او یا د خبرو د د کړکیچ د ماتولو لپاره د هڅې هیڅ ګزارش ندی ورکړل شوی.

د سولې د ولسي ټولنې مشر او په دوحه کې له خبرو پوهه سرچینه، سیداکبر آغا په دې تړاو آرزو ټلویزیون ته وویل: د دوحې خبرې له ډیر مهاله په کړکیچ کې دي. زه فکر کوم چې لوري د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د روښانیدو په تمه دي چې د امریکا نوې مشرتابه څرنګه خپل سیاست پرمخ وړي.

خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت یو شمیر سرچینو ویلي چې د اړیکو ډلو، ځینې ناستې لرلي؛ خو دې ناستو تراوسه د کړکیچ د ماتولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ ندی لرلی.

په همدې حال کې یو شمیر سیاسي بهیرونه، د سولې په بهیر کې د ښکیلو هیوادونو د همکاریو غوښتونکي دي.

د افغانستان د اساس نو ګوند مشر، احمدلله عليزی په دې تړاو وایي: امریکا او د سیمې هیوادونه باید د خبرو په لوریو فشار ور وړي چې په هیواد کې د تلپاتې سولې لپاره هوکړې ته ورسیږي.

هغه ټینګار وکړ چې خبرې اوس له کړکیچ سره مخامخې دي.

له بلې خوا، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا، یو ځل بیا د افغانستان حکومت او طالبانو ډلې له پلاویو غوښتي چې د خبرو پرمهال، اوربند هم اعلان کړي.

ښاغلي کوبیا ټینګار وکړ چې د اوربند ټینګښت، د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې اصلي غوښتنه ده.

د دوحې خبرې او په افغانستان کې د جګړې تود مورچل، هیوادوال ویرولي دي.

که څه هم د دوحې خبرې له ماتې سره نه دي مخامخې شوي؛ خو د کړکیچ دوام او په هیواد کې د جګړو دیریدو، ورځ تر بلې نهیلۍ ډیرې کړې دي.