1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د دوحې د هوکړه لیک په څیړلو د امریکا د ملي امنیت سلاکار ټینګار

download-1
30 Jan 2021

د امریکا د ملي امنیت سلاکار، جک سلیوان په یوې وینا کې ویلي چې د بایډن اداره د افغانستان حکومت او طالبانو ډلې ترمنځ د خبرو د ملاتړ ترڅنګ، د دوحې هوکړه لیک ارزوي.

 

ښاغلي سلیوان چې په پرلیکه بڼه وینا کوله، زیاته یې کړه: “د دې ترڅنګ چې مونږ د امریکا او طالبانو هوکړه لیک ارزوو، د افغانستان حکومت او طالبانو او نورو ترمنځ له خبرو، د یوې پایښت لرونکې پایلې د ترلاسه کیدو لپاره ملاتړ کوو.”

هغه د دې ویلو سره چې د دوحې هوکړه لیک له افغانستان څخه د پاتو ۲۵۰۰ امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره ضرب الاجل ټاکلی، زیاته کړه: “په دې هوکړه لیک کې، طالبانو ته هم یو شمیر د پام وړ ملاحظې ایښودل شوي. لومړی دا چې دا ډله له نورو ترهګریزو ډلو لکه القاعدې سره خپلې اړیکې وشلوي. دویم د تاوتریخوالي کچې ته معنالرونکې کمښت ورکړي چې له اوربند سره مرسته وکړي او درییم دا چې دا ډله د افغانستان له حکومت سره رښتینو خبرې پیل کړي. مونږ غواړو وپوهیږو چې طالبانو په دې درییو شرطونو عمل کړی دی که نه؟ په دې څوکاټ کې به د خپلو پوځیانو د وضعیت اړوند پریکړه وکړو.”

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې مخکېله دې د امریکا د دفاع وزارت، طالبان د دوحې په هوکړه لیک کې د کړیو ژمنو په نه عملي کورو تورن کړي وو.