1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د دوحې د هوکړه لیک یو کلن توب، له دې تړون څخه د ملي امنیت د شورا نهیلي

توافق-نامه-دوحه-سه-1536x864
01 Mar 2021

د ملي امنیت شورا وايي چې د دوحې هوکړه لیک د افغانستان د خلکو لپاره هیله بښونکي څه نه درلودل او د سولې لپاره یې د خلکو هیله نه ده پوره کړې.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ  په یوه ویډیويي پيغام کې وویل چې د دوحې تړون، د سولې او امنیت په برخه کې د افغان ولس تمې نه دي پوره کړي.

د هغه په وینا دې سند یوازې له آمریکا سره اوربند تضمین کړی دی.

 ښاغلي اندړ وویل: “ دغه تړون تر اوسه پورې يوازې له امریکا سره اوربند يقيني کړی، له افغانانو سره اوس هم د طالب رابطه يوازې تر قتل، غارت، ترور او وحشت محدوده ده.”

د ملي امنیت د شورا ویاند همدا راز ویلي دي چې د سولې خبرې په داسې حال کې چې د دوحې د هوکړې یوه برخه وه، د طالبانو  له لوري له کړکیچ سره مخامخ شوې ده.

د هغه په خبره : که د دوحې تړون ته له افغاني لیدلوري وکتل شي، د سولې په تمه وخت ضایع شوی، افغانانو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي او په ټوله کې افغانستان تخریب شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تل د دې ډلې له لوري د دوحې د هوکړه لیک نقض رد کړی دی.

دې ډلې د دوحې د هوکړه لیک د یوکلنۍ په پار په یوې خبرپاڼه کې همدا شان دا سند د سولې او ټیکاو په لور لار بللې او هیښتیا یې ورکړې چې د هوکړه لیک د بدیل لپاره هر ډول هڅه به ناکامه شي.