| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د دوحې له تړون یو کال وروسته،که چیرې د دوحې خبرو ګټه درلوده د جګړو او تا تاوتریخوالو کچه به ټیټه شوې وه
28 Feb 2021
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د دوحې له هوکړه لیک وروسته د تاوتریخوالو کچه لوړه شوې او طالبان باید له سیاسي لارې هوکړې ته ورسیږي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سیدسعادت منصور نادري نن ( یوه نۍ، کب لسمه ) په یوې خبري ناسته کې وویل چې د دوحې د هوکړه لیک له لاسلیک سره سره، بیا هم تاوتریخوالی ډیر شوی دی.
هغه زیاته کړه: “ که چیرې د دوحې هوکړه لیک ګټه درلودی د جګړو او تاوتریخوالو کچه به ټیټه شوې وه.”
ښاغلی نادري په دې آند دی چې سیمه او نړۍ په افغانستان کې ټیکاو ټینګښت ته لیواله دي او د اوسني فرصت له لاسه ورکولو له ناوړه پایلو هم هیښتیا ورکوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر همدا شان وویل: “ ټوله سیمه او نړۍ په افغانستان کې سولې راتلو ته لیواله دي. دا یو فرصت دی او دواړه لوري باید ترې ګټه واخلي، او که داسې نشي افغانستان به له یوه داسې جدي کړکیچ سره مخامخ شي چې بیه به یې ډیره وي.”
هغه دې ته په ګوتڅنډنې سره چې د دوحې له هوکړه لیک څخه وروسته تاوتریخوالی ډیر شوی وايي: “ له طالبانو غواړو د اختلافونو په اړه د خبرو اترو له لارې هوکړې ته ورسیږو. تاوتریخوالی نه دی کم شوی، دا کړنلاره سمه نه ده.” 
د دولت لویې شورا لومړنۍ ناسته
د دولت د لویې شورا لومړنۍ ناسته تیره شپه د نږدې شلو مخکښو سیاسي څيرو په حضور سره په ارګ کې ترسره شوه.
که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه د دې ناستې د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو د سولې په چارو کې د دولت وزیر وايي چې د دولت د لویې شورا ناسته د سولې له بهیر څخه ملاتړ پیاوړتیا په موخه ترسره شوه.
ولسمشرغني مخکې له دې د دولت د لویې شورا ترسره کیدو لپاره له سیاسي څیرو سره څو جلا جلا لیدنې ترسره کړې وې.
سیدمنصورسادات نادري ټینګار کوي چې ډيری سیاسي مشران د اوسني نظام ملاتړي دي او د سولې په بهیر کې پورته شوي ګامونه د ملي روغې جوړې لویې شورا سره په همغږۍ پورته شوي دي.

د دوحې د هوکړه لیک د یو کلنې په درشل کې، د سولې په چارو کې د دولت وزارت دا بهیر همدا شان پیچلی بولي.
له دې ټولو سره، د دوحې له هوکړه لیک څخه د یوه کال په تیریدو سره، په دې هوکړه لیک کې ښکیلې غاړې یو بل د دې سند په نقض تورنوي، د دې ترڅنګ، په دوحه کې د افغانانو ترمنځ خبرې هم سړې شوې دي.

