1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د دولت د لویې شورا جوړښت؛ د دې شورا د واکونو پر سر کار روان دی

129330838_3570622939699215_6757510424811427696_o
29 May 2021

د دولت د لویې شورا په ناستو کې د ګډون لپاره د یو شمیر سیاسي بهیرونو له مخ آړونو سره هم مهاله، د ملي امنیت شورا سلاکار د دې شورا د واکونو د وروستي کیدو لپاره د هڅو خبر ورکوي.

که څه هم په دې وروستیو کې په رسنیو کې د دولت د سترې شورا د غړو په توګه ۱۸ کسیز نوملړ خپور شو؛ خو یو شمیر سیاسي بهیرونه چې د مشرانو نومونه یې په دې نوملړ کې شتون لري وايي چې لا یې هم دې شورا د جوړښت او واکونو په اړه اندیښنې  نه دي لرې کړای شوي.

د اسلامي ګوند مشرتابه شورا غړی، همایون جریر وایي چې دا ګوند په دې شورا کې د غړو د ډیر شمیر مخالف دی.

د هغه په وینا، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند د دولت په لویې شورا کې یوازې د اتو سیاسي بهیرونو په حضور ټینګار لري چې د سولې د بهیر اړوند د بشپړو واکونو لرونکي اوسي.

خو ملي جنبش ګوند بیا ظاهرآ د غړو په ډيریدو ټینګار لري.

 د افغانستان د ملي اسلامی جنبش ګوند ویاند، احسان نیرو آرزو ټلویزیون ته وویل چې دا ګوند د دې شورا د جوړښت د ډیریدو پر سر ځیرنه لري او په کې د قومي او ژبني انډول غوښتونکی دی.

له جمعیت اسلامي څخه صلاح الدین رباني هم تیره ورځ وویل، که چیرې دا شورا د سولې په سکاله کې وروستۍ پریکړه نیونکې نه وي، دی به په دې شورا کې یوازې د نندارې لپاره ګډون ونه کړي.

د اسلامي جمعیت ګوند مشرتابه شورا غړی، عبدالستار مراد باور لري چې د دولت د لویې شورا ګټور ثابتیدل، د سولې د بهیر اړوند د بهرنیو هیوادونو هوکړې پورې تړاو لري.

ښاغلي مراد وویل: که د افغانستان سیاسي قضیه هواره شي او د سیمې او نړۍ هیوادونه دې هوکړې ته ورسیږي، د دولت د شورا جوړښت به یو مشورتي بنسټ وي.

په همدې حال کې، د ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار د دولت د سترې شورا د واکونو اړوند له سیاسي مشرانو سره د د خبرو له دوام څخه خبرې کوي.

حمدالله محب چې نن پیلنۍ (غبرګولي اتمه)، په یوې خبري ناسته کې د وینا په ترڅ کې ټینګار وکړ چې په هیواد کې سیاسي ټلواله جوړه شوې او اوس یوازې د دولت د لویې شورا د جوړښت پر سر کار روان دی.

هغه سیاسي بهیرونه چې د دولت د لویې شورا د واکونو په ډيریو ټینګار لري، غواړي په دې شورا کې د سولې په تړاو وروستۍ پریکړه ونیول شي خو داسې تر سترګو کیږي چې حکومت د دې بهیرونو په یوازې سلا ورکولو ټينګار کوي.

د دې شورا جوړښت لپاره خبرې له نږدې یوې میاشتې وړاندې پیل شوې دي. په دې وروستیو کې ولسمشرغني له پخواني ولسمشر حامدکرزي سره هم په دې تړاو لیدنه لرلې ده.