د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې ویلي چې دا بریدونه د دولتي ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې شوي.
د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې، د روان کال په درییمه برخه میاشتو کې د دولت د وسله والو مخالفینو د بریدونو د ډيریدو خبر ورکړی دی.
سیګار په خپل نوي ګزارش کې ویلي چې د ۲۰۲۰ کال په درییمه برخه میاشتو کې د افغانستان د امنیتي سرتیرو او ملکي وګړو پر وړاندې د دښمن بریدونه، ۵۰ سلنه ډيروالی ښيي.
سیګار په افغانستان کې د امریکا د پوځ د قومندانۍ له لورې د وړاندې شویو اطلاعاتو په حواله ویلي چې په جولای، آګسټ او سپټمبر میاشتو کې د دې بریدونو شمیر خورا ډير وو، خو په افغانستان کې د امریکا قومندانۍ، د دې بریدونو شمیر نه دې روښانه کړی.
په همدې حال کې اروپایي ټولنې او پاکستان په یوې ګډې خبرپاڼه کې د تاوتریخوالي په لږیدو ټينګار کړی او د جګړې ډيریدل یې د سولې له هڅو سره په تناقض کې بللي دي.
په دې اعلانپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د دوحې د بهیر بریالیتوب، د افغانستان دولت او طالبانو ډلې هڅو سره تړلی دی.
خو طالبانو ادعا کړې چې دوی په دفاعي حالت کې دي او د افغانستان په امنیتي سرتیرو یې خپل بریدونه لږ کړي دي.
یو شمیر شنونکي د دوحې په خبرو کې رامنځته شوې ستونزې په جګړې د طالبانو له ټینګار او د افغانستان دولت، سیاستوالو او مخورو مشرانو د لیدلوریو ترمنځ له اختلافه راپورته شوې دي.
له دې ټولو سره، په وروستیو څو ورځو کې، د ټولو سترګې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته وې، آندونه دا دي چې د امریکا راتلونکی حکومت به د دې خبرو برخه لیک روښانه کړي.