| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د دولت مرکچي پلاوی د خبرو د دویم پړاو د پیل لپاره سبا قطر ته ځي
03 Jan 2021
حکومت وایي چې د افغانستان دولت د سولې مرکچي پلاوي د ټولنې له بیلابیلو قشرونو سره د سلاوو وروسته، تمه ده له ولسمشر غني سره وویني.
د درییو اوونیو رخصتۍ او له کورنیو لوریو سره د سلاوو وروسته، تمه ده د دولت مرکچي پلاوی سبا (دوه نۍ، مرغومې پنځلسمه)، د قطر پلازمینې دوحې ته ولاړ شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده، ناجیه انوري په دې تړاو وایي: د دولت مرکچي پلاوی د خلکو او د دولت مشرانو او د ملي روغې جوړې د لویې شورا سلاوو او نظرونو د ترلاسه کولو وروسته، په مشخص وخت د خبرو د پیل لپاره د خبرو ځای ته ځي.
هغې که څه هم د سولې بهیر پیچلی وباله، خو ویې ویل: “د دولت پلاوی د خلکو غوښتنو او ملي ګټو په پام کې نیولو سره د دې بهیر د بریالي پرمخ وړلو لپاره پیاوړی تکل لري.”

د افغانستان دولت مرکچي پلاوي، تراوسه له بیلابیلو سیاسي ډلو، د ملي روغې جوړې لویې شورا مشرتابه او ولسمشرۍ ماڼۍ سره هم لیدنې لرلې دي.
سبیدار تیره ورځ هم د افغانانو ترمنځ د خبرو په دویم پړاو کې د دولت د مرکچي پلاوي د اساسي کرښو د وروستي کیدو خبر ورکړ.
له بلې خوا د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال، دواخانه مینه پال ویلي چې تمه ده د دولت پلاوی نن ماښام له ولسمشر غني سره هم وویني.
مخکې له دې، د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي یو غړي د واک ویش د خبرو په دویم پړاو کې د خبرو اصلي منځټکی بللی او د خبرو په میز کې یې د لا ډیر امتیاز ترلاسه کولو لپاره د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي د ډیریدو هیښتیا ورکړې.
خو هیوادوالو تل له مرکچي لوریو غوښتي چې اوربند ته په خبرو کې لومړیتوب ورکړي.
د افغانانو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو له درییو میاشتو ډیر وغځید چې د خبرو د ترسره کیدو په کړنلارې هوکړې ته ورسیدل؛ اوس چې لوري د درییو اوونیو سلاوو وروسته د خبرو دویم پړاو پیلوي، تمه دا ده چې لوري د یوه بل غوښتنې ومني او په هیواد کې د سولې د ټینګیدو لپاره هوکړې ته ورسیږي.
