1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ربیع الاول دولسمه د اسلام د ستر پیامبر د زوکړې ورځ

moschea-del-profeta
09 Nov 2019

نن پیلنۍ د(لړم/عقرب ۱۸مه /نومبر ۹ مه) د ربیع الاول دولسمه چې د نبی کریم صلی الله علیه و سلم د زوکړې له ورځې سره برابره ده.

حضرت محمد صلی الله علیه و سلم د ۵۷۱ زیږدیز کال ربیع الاول په دولسمه د دوه نۍ په ورځ نړۍ ته سترګې وغړولې او په خپل شتون سره یې نړۍ له ناپوهۍ او ګمراهۍ څخه وژغورله.

له دې ورځې څخه د نړۍ په ټولو اسلامي هیوادونو په تیره بیا افغانستان کې نمانځنه کیږي او دیني عالمان په جوماتونو کې د محمدمصطفی ص د لوړ شخصیت په اړه ویناوې کوي ترڅو د ستر پیامبر له کړنو ګټه پورته او په خپل ژوند کې د نیکمرغۍ لار ولټوي.

په همدې حال کې افغان ښاریان بیا د نبی کریم ص د زوکړې په ویاړ په هیواد کې د جګړو د دریدو غوښتونکي دي.

دوی د جګړو له ښکیلو خواوو غواړي چې ورور وژنه ودروي او یوه نیکمرغه ژوند  ته د رسیدو لپاره یو بل ته د سولې لاس اوږد کړي.

د دوی په وینا جګړه به د ویجاړۍ او بی ګناه کسانو د وژنې لامل شي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي