د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي له کچې اندیښنه ښيي او وایي چې د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۲ پيښې ثبت شوې دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې نن (یوه نۍ، چنګاښ۲۹)، د یوه ګزارش خپرولو سره اعلان وکړ چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۲ پيښې ثبت شوي چې د تیر کال پرمهال د همدې مودې په پرتله، درې پيښې لږې دي.
د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې مشر، نجیب شریفي په یوې خبري ناسته کې وویل چې له ۴۲ ثبت شویو پيښو؛ دوه د وژنې، ۱۱ د ټپي کیدو، ۹ د سپکاوي، ۶ د وهلو او ټکولو، اووه د ګواښنې، څلور د تښتونې، دوه د غلاوو او یوه هم د ناقانونه چلند پيښې دي.
د ښاغلي شریفي په وینا؛ د ډیر شمیر، یعنې ۱۸ پيښو عاملین، طالبان او داعش او وروسته بیا حکومت د ۱۳ پيښو عامل دی.
هغه زیاته کړه: “د دې تاوتریخوالي له عاملینو، د طالبانو ډله او داعش، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښنې د ۱۸ پيښو عاملینو په توګه، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ډيرې برخې مسووله دي. “
دې بنسټ همداراز زورواکان د درېیو پيښو، غله د دوو پيښو او ناپيژانده کسان د پنځو پيښو عاملین په ګوته کړل.
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه، اطلاعاتو ته نه لاسرسی، د خبریالۍ پر وړاندې خنډ یادوي.
له بلې خوا، دې بنسټ ویلي چې د سولې خبرې، د وینا او رسنیو پر خپلواکۍ د بندیزونو د لګیدو اړوند د افغانستان د رسنیو د اندیښنو لامل شوی.
خو د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، صدیق صدیقي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې؛ د افغانستان حکومت، د جمهوریت له اصلي منځټکي چې د وینا او رسنیو خپلواکي ده، له بشپړه ځواک سره به د سولې په بهیر کې دفاع وکړي، د سولې په بهیر کې د حکومت دریځ، اصولي دریځ دی.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه، د کرونا ویروس د خپریدو او د اقتصادي ستونزو په لړ کې د یو شمیر رسنیو د تړل کیدو او خبریالانو د اوزګاره کیدو له کبله اندیښنه لري او له نړیوالې ټولنې غواړي چې په دې برخه کې همکاري وکړي.