1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د روانو سیاسي ناندرو د هواري لپاره د عبدالله نوې طرحه

abdullah
06 Apr 2020

عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ ترڅنګ د اجرایي ریاست د جوړیدو او یا د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د باطلیدو غوښتنه کړې ده.

 

عبدالله عبدالله د ټاکنو له کبله د سیاسي ناندرو د هواري لپاره نوې طرحه، منځګړیو ته سپارلې ده.

د عبدالله عبدالله ویاند، فریدون خوځون د دې طرحې په اړه وویل چې ښاغلي عبدالله په دې کې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلې د باطلیدو غوښتنه کړې.

د ولسمشرۍ ترڅنګ د یوه واک لرونکي اجرایي بست جوړیدل، د ښاغلي عبدالله د طرحې یوه بله برخه ده چې سیاسي منځګړیو سره یې شریکه کړې.

ښاغلي خوځون زیاته کړه: هغو ټاکنو چې پایله نلرله، دې ته اړتیا لري چې یو ټول شموله حکومت جوړ شي. د ولسمشرۍ ترڅنګ یو بل اجرايي پست چې د قانون خلاف ونه اوسي، رامنځته شي، چې مونږ یوې سیاسي هوکړې ته ورسیږو.”

تمه ده، سیاسي منځګړي، د اوسنیو لانجو د هواري لپاره د عبدالله عبدالله طرحه له محمد اشرف غني سره هم شریکه کړي.

له دې سره، په هیواد کې د شته وو سیاسي ناندرو دوام، ډیرې اندیښنې زیږولې دي.

وروسته له دې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د سیاسي کړکیچ د دوام له کبله د یو میلیارډ ډالري مرستو د کمیدو خبر ورکړ، په دې وروستیو کې رویټرز خبري آژانس د درییو امریکایي سرچینو په حواله ګزارش کې لیکلي چې دا شمیر پیسې به د افغانستان د امنیتي او دفاعي سرتیرو له بودیجې کمې شي.

د سیاسي چارو شنونکی، شهزاده مسعود د امریکا د مرستو د کمیدو اړوند وویل چې دا بهیر به ناوړه پایلې ولري.

د ښاغلي مسعود په وینا، د سیاسي لانجو د دوام په صورت کې، امریکا به په درییمې لارې فکر وکړي چې دا ټاکنه به هیواد ته په لویه بیه تمام شي.

د روانو اختلافونو د هواري لپاره د عبدالله عبدالله لس ورځینی مهال پرون پایته ورسید او تمه وه چې ښاغلی عبدالله د خپلې کابینې د غړو پيژندنه پیل کړي. خو ښاغلي عبدالله د منځګړیو په غوښتنه، د خبرو مهال وغځاوه او له دې سره سم، محمد اشرف غني د کابینې د غړو د ګومارنو بهیر وځنډاوه.

آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک