د ولسي جرګې یو شمیر غړي هیښتیا ورکوي، که ژر د ټاکنو د پایلو له کبله رامنځته شوې سیاسي شخړې هوارې نشي، خلک به له هر مهاله ډیر تاوان وویني.
د ټاکنو له کبله د ناندرو د هواري لپاره د سیاستوالو پنځه ورځیني مهال، نن (پنځنۍ، وري ۲۱/اپریل۹) پایته رسیږي، خو تراوسه د سیاسي مشرانو ترمنځ د هوکړې څرک نه لږي.
د ولسي جرګې یو شمیر غړي د دې اختلافونو له دوامه سخت اندیښمن دي او هیښتیا ورکوي، که د ملي لپاره پریکړه ونشي، د دې ناندرو پایله به له هر مهاله ډیر خلکو ته تاوان ولري.
د ولسي جرګې غړي، عبدالظاهر تمیم په دې اړه اشرف غني او عبدالله ته په خطاب کې وویل: که دوی په ژر شوني فرصت کې، یو معقوله او منطقي پریکړه ونکړي، د امریکا د مرستو له پریکیدو سره، افغانستان به له رالویدو سره مخ او تیارو ته ولاړ شي.
په جرګه کې د کابل د خلکو استازي، غلام حسین ناصري هم د سیاسي ناندرو له دوامه اندیښنه وښوده او ویې ویل: تر هغه چې خبرې مثبتې پایلې ته ونه رسیږي او سیاسي کړکیچ پایته ونه رسیږي، یو ځواکمن حکومت به چې په ملي او نړیواله کچه او په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د خلکو استازولي وکړي، رامنځته نشي. که داشان حکومت رامنځته نشي، روښانه ده چې د خلکو روحیه به کمزورې شي.
له دې سره، د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ویاندویان وایي چې د سیاسي مشرانو ترمنځ د روانو سیاسي لانجو د هواري لپاره خبرې روانې دي.
د محمد اشرف غني مرستیال ویاند، دواخان مینه پال، رسنیو ته په یوه انځوریز پیغام کې ویلي چې خبرې روانې دي او حکومت د دې لپاره چې لانجې هوارې شي، “د خبرو ور پرانیستی پرېښې.”
د عبدالله عبدالله ویاند، امید میثم هم ویلي چې ښاغلي عبدالله داسې طرحه وړاندیز کړې چې د عملي کیدو په صورت کې یې، د یوه “ټول شموله دولت” په څوکاټ کې “د سیاسي مشرانو عادلانه ګډون” ته لار هواریږي.
مخکې له دې اشرف غني، ښاغلي عبدالله ته د سولې د بهیر د مشرۍ او د افغانستان په کابینه کې د هغه ملګرو ته د ونډې ورکولو وړاندیز کړی، خو عبدالله عبدالله دا طرحه رد کړې او پر وړاندې یې، د ولسمشرۍ ټاکنو د باطلیدو او د ولسمشرۍ ترڅنګ د یوه واک لرونکي اجرايي پوسټ د رامنځته کیدو طرحه وړاندې کړې، خو محمد اشرف غني بیا دا طرحه نده منلې.
له دې سره، اوس مهال د دواړو لوریو ترمنځ د ناندرو د هواري لپاره د حامد کرزي، عبدرب رسول سیاف، یونس قانوني او کریم خلیلي په منځګړیتوب هڅې روانې دي.
آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک