د ښځو چارو وزارت وایي چې د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۵۸۲ پيښې ثبت شوې دي.
د ښځو چارو وزارت، لویې څارنوالۍ او د بشر حقونو خپلواک کمیسیون نن (دوه نۍ، چنګاښ۳۰)، د حکومت د رسنیو په مرکز کې په ګډه ناسته کې د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اړوند؛ معلومات ورکړل.
د ښځو چارو وزارت د پالیسۍ مرستیالۍ، سپوږمۍ وردک وویل چې د روان لمریز مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۵۸۲ پيښې ثبت شوي چې کموالی ښيي.
د ښځو چارو وزارت مرستیالې زیاته کړه چې د شځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له دې شمیر پيښو، ۳۴ یې سخت تاوتریخوالو وو چې د قرنطین پرمهال پيښ شوي چې ۱۸ وژنې، د سختو ټپونو ۸ پيښې، د ځان وژنو اووه پيښې او د صحرایي محکمې یوه پيښه ثبت شوې دي.
د میرمن سپوږمۍ په وینا، د تاوتریخوالي ډیرۍ پيښې په هرات، فاریاب، سرپل، ننګرهار، بغلان، تخار، فراه، بلخ، سمنګان، کندهار او بامیان ولایتونو کې ثبت شوي.
هغې زیاته کړه: بادغیس کې دوه وژنې، سرپل کې پنځه وژنې، څلور ټپي کیدل، درې ځان وژنې او یوه ډاګیزه محکمه، پکتیا کې د سخت ټپ یوه پيښه، په کابل کې د وژنې یوه پيښه، په لوګر کې دوه پيښې، په غور کې د وژنې یوه، د ټپي کیدو یوه او د ځان وژنې دوه پيښې او بامیان ې د ځان وژنې دوه پيښې، د وژنو دوه او د ټپي کیدو یوه پيښه ثبت شوی.
له بلې خوا د لویې څارنوالۍ مرستیالې، سینا شنا منصور په دې ناسته کې وویل چې د تیر کال په پرتله، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډيروالی ښيي.
میرمن منصور زیاته کړه چې د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، په لویې څارنوالۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۷۹ پيښې ثبت او ورته رسیدنه شوې.
د لویې څارنوالۍ مرستیالې همداراز وویل چې په ۱۳۹۹ کال کې، د جنسي تیري ۱۲۱ پيښې یې ثبت کړي او ورته رسیدنه شوې، همداراز د ځان وزنې ۲۰ پيښې ثبت شوي.