1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د روسیې او امریکا د ولسمشرانو لیدنه، پوټين او بایډن د افغانستان په سکاله کې د مرستې ژمنه وکړه

پوتین-بایدن-1536x1024
17 Jun 2021

 د امریکا ولسمشر ویلي دي چې له خپل روسي سیال سره په لیدنه کې یې په افغانستان کې د ترهګرۍ بیا فعاله کیدو مخنیوي پر څرنګوالي خبرې اترې کړي دي.

د روسیې او امریکا ولسمشرانو تیره ورځ ( څلورنۍ، غبرګولي ۲۶ مه) پر بیلابیلو سکالو په تیره بیا افغانستان په اړه خبرې اترې وکړې.

د دواړو لوریو ترمنځ خبرو اترو وروسته، د امریکا ولسمشر په یوې خبري ناسته کې وویل چې ولادیمیرپوټين له ده سره د افغانستان د امنیت ټینګښت په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

بایډن همدا شان وویل: “ هغه (پوټين) د افغانستان په اړه له ما وپوښتل او ویې ویل چې هیله مند دی وکولی شو په دې هیواد کې سوله او ټیکاو ټینګ کړو او ما هم وویل چې تاسې هم په دې برخه کې ډیر کارونه ترسره کړئ. هغه وویل چې له افغانستان سره مرستې ته چمتو دی. اوس نه غواړم جزییاتو ته لاړ شم.

د امریکا ولسمشر ټينګار وکړ چې په دې لیدنه کې، په افغانستان کې د ترهګرۍ د بیا فعاله کیدو مخنیوي د څرنګوالي اړوند هم خبرې اترې کړې دي.

هغه زیاته کړه: “ مونږ خبرې اترې وکړې چې مونږ هر یو څرنګه کولی شو په ګډه په افغانستان کې ترهګرې فعاله کیدو مخنیوي لپاره مرسته وکړو. دا ډيری د روسیې په ګټه هم ده چې ترهګرۍ یو ځل بیا په افغانستان کې فعاله نشي.”

 

له دې سره هم مهاله، ولادیمیرپوټين هم په یوې جلا خبري ناسته کې په افغانستان کې بشري حقونو سکالې ته ګوتڅنډنه وکړه.

هغه په افغانستان کې د بشرحقونو په اړه د خبریال د پوښتنې په ځواب کې ووییل: افغانستان ته ګوتڅنډنه وکړم، هلته په یوې ضربه کې ‍۱۲۰ تنه خپل ژوند له لاسه ورکوي. ودونه یوځل دوه ځله موخه وګرځيدل. داسې به وانګیرو چې دا یوه تیروتنه وه، ممکن دا اتفاقي شوي وي؟

د روسیې ولسمشر په داسې حال کې د افغانستان د سکالې په اړه د همکاریو ژمنه کړې ده چې تیره ورځ، ضمیرکابلوف په افغانستان کې د سولې له هڅو نیوکه وکړه او ټينګار یې وکړ چې واشنګټن له روسیې،چین او پاکستان څخه په دې بهیر کې د مرستې غوښتنه کړې ده.