د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د طالبانو تسلط د نه منلو وباله، خو ټینګار یې کړی چې د افغانستان د مسئله د هواري لپاره، هغه دولت چې د ټولو قومي او سیاسي ډلو ګټې ټینګې کړي، جوړ شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګیې لاوروف، د روسیې له “استدلال او حقایق” ورځپاڼې سره په مرکه کې، په افغانستان کې د پوځي حالت له خرابیدو اندیښنه وښوده او راتلونکې میاشتې یې د دې هیواد لپاره برخه لیک ټاکونکې وبللې.
هغه په افغانستان کې د طالبانو تسلط د مسکو لپاره د نه منلو وباله؛ ځکه د ښاغلي لاوروف په باور، د دې ډلې له لورې د واک په لاس نیول، په افغانستان کې د سیاسي ځواک او لویدیځې ټولنې لپاره د منلو ندی.
ښاغلي لاوروف زیاته کړه: “روسيې طالبانو ته روښانه ويلي چې د هغوى له لورې د واک د ترلاسه کولو او پر افغانستان تسلط د نه منلو دى. د طالبانو غورځنګ له استازو سره مو په مخامخه اړیکه کې وویل چې د هغو له انحصارغوښتنې سره مخالفه یوو. د طالبانو له لورې د واک ترلاسه کولو اړوند ویره په لومړۍ درجه کې د لویدیځو څارونکو له لورې مطرح شوې.”
د روسې د ډیپلوماسۍ دستګاه مشر د داسې ټول ګډونه دولت په جوړیدو ټینګار وکړ چې د ټولو سیاسي او قومي ډلو ګټې په کې ټینګې شي.
هغه همداراز وویل چې روسیه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو وروسته، چمتو ده چې له دې هیواد سره مرسته وکړي او له نورو هیوادونو سره هم د ملي پخلاینې په بهیر کې هڅه کوي.
سرګیې لاوروف یاده کړه: “روسيه له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو وروسته، له دې هيواد سره هر ډول مرستو ته چمتو ده. مونږ په افغانستان کې د ټيکاو لرونکي حالت لپاره ليواله يوو. روسيه له نورو هيوادونو سره يوځاى په فعاله توګه د ملي پخلاينې په بهير کې هڅه کوي. مونږ د ترويکا په څوکاټ کې د روسيې، امريکا، چين او پاکستان په ګډون هم کار وکړ.”
له افغانستان څخه د آمریکايي ځواکونو به بشپړه توګه وتلو بهیر پیل څخه نږدې څلور اوونۍ تیریږي او د بایډن د ادارې د مهال ویش پر بنسټ، تمه ده دا بهیر تر راتلونکو څلورو میاشتو بشپړ شي.
که څه هم د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د کورنیو جګړو له اټکله په کورنۍ او آن نړیواله کچه اندیښنې شتون لري، خو د افغانستان دولت تل د بهرنیو ځواکونو وتل یو فرصت بللی او ډاډ یې ورکړی دی چې امنیتي او دفاعي ځواکونه له هیواد څخه د ساتنې وړتیا لري.