| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د روسیې د دفاع وزیر: د افغانستان حالت په چټکۍ سره د خرابیدو په حال کې دی
28 Jul 2021
سرګیو شایګو وایي چې د افغانستان حالت په چټکۍ سره د خرابیدو په حال کې دی او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ماموریت ماته خوړلې ده.
د روسیې د دفاع وزیر له خپل تاجیکستاني سیال سره په لیدنه کې وویل، چې طالبانو په دې وروستیو کې د پام وړ سیمې ولکه کړې دي.
هغه که څه هم وویل چې روسیه د افغانستان د لانجو د سیاسي هواري د پرمخ وړلو لپاره له نړیوالو هڅو هرکلی کوي، زیاته یې کړه: “د امریکا او طالبانو هوکړه د اجرا په حال کې نده… په افغانستان کې حالت په چټکۍ سره په خرابیدو دی.”
د روسیې دا ستر پوځي په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو ماموریت پاتی راغلی بولي.
شایګو د داعش د فعالیت پراختیا او منځنۍ آسیا ته د ګواښونو لوړیدو اړوند اندیښنمن دی، خو ټینګار لري چې مسکو په افغانستان کې حالت تر څار لاندې لري.
هغه زیاته کړه: “د داعش او نورو ترهګریزو ډلو د پیاوړتیا په اړه ځانګړې اندیښنې شتون لري چې ګاونډیو هیوادونو ته د دوی د نفوذ د ګواښ د ډيریدو لامل شوی دی. د روسیې پوځ په افغانستان کې د داعش فعالیتونه تر خپل څار لاندې لري.”

سرګیې شایګو په تاجیکستان کې د روسیې په ۲۰۱ اډه کې د ګډو پوځي تمرینونو د پیل خبر هم ورکړ.
دې ستر روسي چارواکی یاده کړه: “مونږ د تاجیکستان پوځي ځواکونو روزنې ته دوام ورکوو. مونږ هغوي ته په خپلو پوځي مرکزونو او هم د روسيې ۲۰۱ پوځي اډه کې روزنه ورکوو. جګړه ییزې روزنې لپاره هر ډول لازمې شونتیاوې برابروو.”
هغه یو ځل بیا هیښتیا ورکړه چې متحدینو ته یې د ګواښ د پيښيدو په صورت کې، مسکو به ژر غبرګون وښایي.
د روسیې د دفاع وزیر وویل: “مونږ ټولې هغه پيښې چې کیږي تر نظر لاندې لرو او له پامه یې نه غورځوو. له همدې کبله ده چې کولای شم ووایم چې له شک پرته خپل متحد ته چې د ټولیز امنیت د تړون د سازمان غړی هم دی د ګواښ د پيښيدو په صورت کې، روسیه غبرګون ښايي.”
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې مخکې له دې د افغانستان حکومت تل ویلي چې د نورو هیوادونو پر وړاندې د خپلې خاورې د ګټنې اجازه نه ورکوي.
له دې ټولو سره،د افغانستان د راتلونکې اړوند د سیمې او منځنۍ آسیا هیوادونو اندیښنې په داسې حال کې پورته شوې چې له افغانستان څخه د نړیوال ایتلاف ځواکونو له وتلو سره، د هیواد ډیرې برخې او په تیره بیا شمالي ولایتونه د نښتو د ډیریدو او د دولتي سرتیرو او طالبانو ترمنځ د ځینو سیمو د لاس په لاس کیدو شاهدې پاتې شوي.
