1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د روسیې د پارلمان له مشر او غړو سره د هیواد د استازو لیدنه

6GlTRDQuYCv1MI6LGAUBX4QelmGToQ1A
19 Feb 2020

د هیواد د ولسي جرګې یو شمیر غړي د درې نۍ په ورځ ( د سلواغې ۲۹/ د فبرورۍ۱۸) د روسیې د پارلمان له استازو سره لیدنه کړې ده.

د ګزارشونو پر بڼسټ، د دواړو هیوادونو استازو د بیلا بیلو سکالو او په ځانګړي توګه د افغانستان په حالت خبرې کړې دي.

د روسیې د پارلمان مشر ویچسلاو والودین، په دې لیدنه کې د هیواد د ولسي جرګې مشر ته ویلي: چې مسکو له افغانستان سره په بیلابیلو برخو او په تیره بیا د ترهګرۍ او د نشه یي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

ښاغلي والودین ویلي: “له افغانستان سره د ترهګرۍ او د نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې د روسیې مرستې به ډیرې ګټورې وي او زمونږ خبرې اترې به د لازیاتو مرستو پیل ته لار هواره کړي.”

د روسیې د پارلمان مشر زیاته کړه: “مونږ د افغانستان له اوسني حالت څخه خبر یو او له همدې کبله ټینګار کوو چې د ترهګړۍ پر وړاندې ګډه مبارزه، روسیې ته لومړیتوب لري.”

ښاغلي والودین همداشان وویل: “د افغانستان په اړه چې پریکړې نیول کیږي، باید د ملګرو ملتونو سازمان تر نظر لاندې وي. روسیه د دوستانه اړیکو ساتلو، اغیزمنو مرستو، باور او د خپلواکو هیوادونو په چارو کې د نه لاسوهنې په برخه کې ژمنه ده، خو د امریکا متحده ایالتونو او یو شمیر نورو هیوادونو پریکړې، د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې ښکارنده دي.”

په دې لیدنه کې، د روسیې د پارلمان مشر د هیواد د پارلمان مشر ته، د یوې ګډې پارلماني کمیټې د جوړیدو وړاندیز او د افغانستان په اړه په راتلونکو ناستو کې يې د هیواد د پارلمان د استازو د ګډون غوښتنه کړې.

آرزو نیوز – نجلا مایار