1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د روسیې ولسمشر د افغانستان خلکو ته د خپلواکۍ مبارکې وویله

PUTINOPOPO
19 Aug 2019

د روسیې ولسمشر ولادمیرپوټین د زمري ۲۸مه د هیواد خپلواکۍ د افغانستان خلکو ته مبارکي ویلي ده.

ښاغلی پوټين په یوه پیغام کې ویلي دي چې د افغانستان دولت په تیرو سلو کالونو کې سختۍ ګاللي دي او اوسمهال هم له نړیوالې ترهګرۍ سره چې د ټول بشر لپاره ګواښ دی مبارزه کوي.

په کابل کې د روسیې د سفارت په اعلامیه کې همدا شان راغلي دي چې روسیه لومړنی هیواد وو چې د افغانستان خپلواکي یې په رسمیت وپیژندله او د دې هیواد له سیاسی،اقتصادي او پوځي برخو څخه یې ملاتړ وکړ.

ښاغلی پوټین ټینګار کوي چې د افغانستان روسیې ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې به په سیمه کې د امنیت او ټیکاوو ټینګښت په موخه پراختیا ومومي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي