1 دالر 77.10  افغانی
1 یورو 85.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 460  افغانی
1000 روپیه هندی 980  افغانی
1 ریال سعودی 20.15  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.80  افغانی
1 پوند 94  افغانی
1 روبل روسی 0.95  افغانی
1 لیره ترکیه 11  افغانی
1 ین چینی 10.70  افغانی

د روغتیا له نړیوال سازمان سره د آمریکا د مرستو ځنډیدل

714FA90C-5181-4787-8DBC-B38E3D93A485_cx0_cy6_cw0_w1200_r1
15 Apr 2020

د آمریکا روغتیایي چارواکو اعلان کړی دی چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې څه باندې ۲۴۰۰ کسانو په متحده ایالاتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې له دې سره په دې هیواد کې د مړه شویو کسانو شمیر ۲۸۳۰۰ کسانو ته ورسید.

له دې سره هم مهاله په آمریکا کې د کرونایي حالت په خرابیدو سره،دونالډټرامپ د روغتیا له نړیوال سازمان سره د خپل هیواد د مرستو د ځنډیدو سپارښتنه وکړه.

ډونالډټرامپ وویل: نن خپلې ادارې ته سپارښتنه کوم ترڅو له د روغتیا له نړیوال سازمان سره مرستې وځنډوي.د روغتیا نړیوال سازمان په په لومړیو کې د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې پاتې راغلی دی.دې سازمان همدا شان په نړۍ کې د کرونا ویروس خپریدو اړوند ناوړه مدیریت پر سر سرپوښتی ایښی دی.

یو شمیر هیوادونو لکه چین،آسټرالیا او همدا شان د آمریکا روغتیایي ټولنې له دوڼالډټرامپ څخه غوښتي ترڅو د روغتیا له نړیوال سازمان سره د مرستو پری کیدو په برخه کې پر خپلې پریکړې بیا کتنه وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان لوی منشي د ټرامپ د ادارې له د دې پریکړې په غبرګون کې وویل چې اوس مهال د روغتیا له نړیوال سازمان سره د مرستو د پریکیدو وخت نه دی،هغه همدا شان د کوید۱۹ پر وړاندې د نړیوالو په لا یوالي ټینګار کړی دی.

آنټونیو ګوترش: نړۍ باید د دې نا روغۍ پر وړاندې یو شي،نړۍ اوس مهال له یو داسې کړکیچ سره پر مبارزې بوخته ده چې له دویمي نړیوالې جګړې وروسته یې ګڼې ستونزې راپورته کړې دي.

په نړۍ کې په کرونا ویروس اخته کسانو شمیر له دوو میلیونو واوښت،نږدې یو لک ۲۸ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴ لکه او ۹۲ زره نور روغ شوي دي.

اسپانیا،ایټالیا،بریټانیا او فرانسې که څه هم د تیرو ورځو په پرتله د قربانیانو د شمیر له کمیدو خبر ورکړی،خو وایي چې په سل هاو کسان مړه شوي دي.

له دې سره هند او پاکستان هم اعلان کړی چې د دې هیواد په یوشمیر برخو کې به د ګرځیدو بندیځ ډير ژر له منځه ولاړ شي.

آرزو نیوز ــ شمس الله رحیمي