1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د روغتیا وزارت د کرونا د مخنیوي لپاره ګرځبندیز لګوي

پیکان
26 Mar 2020

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وایي، په هیواد کې د کرونا ویروس د لا خپریدو په صورت کې، د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ګرځبندیز د طرحې د عملي کولو پرته بله لار شتون نلري.

 

د عامې روغتیا وزارت مرستیال، فدامحمد پیکان نن (پنځنۍ، اوري اوومه/مارچ۲۶)، په یوې خبري ناسته کې د کرونا ویروس د پيښو ډیریدل د هیواد لپاره د اندیښنې وړ وبلل.

د روغتیا وزارت د شمیرنو پر بنسټ؛ تراوسه ۸۴ تنه په کرونا ویروس اخته شوي چې په دې منځ کې؛ پنځه تنه یې روغتیايي کارکوونکي دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال همداراز وویل چې په هیواد کې د کوویډ-۱۹ ویروس د خپراوی پیلیدو او د مثبتو پيښو ډیریدو سره، اټکل کیږي چې په نورو ولایتونو کې هم د ګرځبندیز طرحه عملي شي.

له بلې خوا، عبدالله عبدالله نن په خپلې وینا کې وویل چې ټول باید پرته د سیاسي ستونزو، د دې خطرناکه او وژونکي ویروس پر وړاندې مبارزه وکړي.

په هیواد کې د کرونا ویروس خپریدو سره سم، یو شمیر ټولنیزو بنسټونو د دې ویروس اړوند په کابل ښار کې د عامه پوهاوي برنامې او د لیږدوونکو وسایطو او عمومي سیمو د ضد مکروب کولو چارې چټکې کړې دي.

په ننګرهار کې هم د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي او پر وړاندې یې د مبارزې له لپاره، ډیرۍ مغازې او عمومي ځایونه د خلکو پر وړاندې وتړل شول.

اوس مهال په هیواد کې په کوویډ ۱۹ ویروس، ۸۴ تنه اخته دي چې له دې ډلې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه روغ شوي دي. هرات، بادغیس، فراه، غور، نیمروز، کندهار، زابل، غزني، دایکندي، کابل، کاپیسا، سمنګان او بلخ هغه ولایتونه دي چې دا ویروس پکې خپور شوی دی.

آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک