فیروز الدین فیروز په یوې خبري ناسته کې وویل چې اټکل کیږي د کرونا ویروس تر دیسامبر میاشتې (۹ راتلونکې میاشتې)، په هیواد کې شتون ولري.
د عامې روغتیا وزیر چې نن (درې نۍ، وري۱۹/اپریل۷)، په کندهار ولایت کې یوې خبري ناستې ته د وینا پرمهال، ټینګار وکړ چې اټکل کیږي په هیواد کې د کوویډ-۱۹ ناروغي تر راتلونکو ۹ میاشتو شتون ولري.
هغه زیاته کړه: “اټکل کیږي د کرونا ویروس تر دیسامبر میاشتې په افغانستان کې شتون ولري.”
ښاغلي فیروز دې ولایت ته په سفر کې، د کرونا ویروس لومړنی آزمیښتځای هم پرانیست او ویې ویل چې دا مرکز په یوه ورځ کې د سلو کرونایي آزمیښتونو وړتیا لري.
د روغتیا وزیر د کندهار خلکو ته هم ډاډ ورکړ چې مرکزي حکومت به دې ولایت ته د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره، ډیرۍ شونتیاوې ځانګړې کړي.
خو هغه په هیواد کې د کوویډ-۱۹ پر وړاندې د مبارزې یوازینۍ لار، د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیول وبلل او له هیوادوالو یې وغوښتل چې دا ویروس جدي وګڼي.
د عامې روغتیا وزارت د شمیرنو پر بنسټ، اوس مهال په هیواد کې د کرونا ویروس ۴۲۳ مثبتې پيښې ثبت شوي چې له دې ډلې؛ نږدې ۲۰ تنه روغ شوي او ۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک