1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د روڼتیا څار بنسټ: ۶۵ سلنه خلک بریښنا ته لاس‌رسی نلري

09 Feb 2020

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ د نوي ګزارش پر بنسټ، ۶۵ سلنه هیوادوال، د بریښنا په سکټور کې د ښې حکومتوالۍ د نشتون له کبله، بریښنا ته له لاسرسي بې برخې دي.

 دا ګزارش چې نن (پیلنۍ، سلواغې ۱۹/فبرورۍ ۸) خپور شوې، پکې راغلي چې د بریښنا په سکټور کې د اغیزمنې حکومتوالۍ د جوړښت نشتون د دې لامل شوی چې یوازې ۳۵ سلنه هیوادوال دولتي بریښنایي شبکو سره نښلیدلي و اوسي.

د دې ګزارش پر بنسټ، په ښارونو کې او کلیو کې د بریښنا جدي کمښت، د اقتصادي ودې د بهیر د ټکني کیدو، په ښارونو کې د هوا د ککړتیا او په کلیو کې د ځنګلونو د لمنځه تلو لامل ګرځیدلی دی.

په دې ناسته کې د روڼتیا د څار بنسټ اجرایي مشر، سید اکرام افضلي وویل: د افغانستان حکومت د انرژۍ د سکتور په برخه کې د حکومتوالۍ لپاره پر شواهدو ولاړ او روښانه لیدلوری نلري او دا د انرژۍ د سکټور، د هیواد د اقتصاد د ودې د بهیر د ټکني کیدو او د فساد لپاره د زمینې د برابریدو لامل ګرځیدلی دی.

ښاغلي افضلي پر دوام ویلي: درې عوامل د دې لامل شوي چې د بريښنا د سکټور بنسټیز ترتیبات د اساسي دندو د ویش پر بنسټ تنظیم نشي، د روښانه لیدلوري او ښې حکومتوالۍ نشتون، د داشان لیدلوري له رامنځته او پلي کیدو د حکومت د مشرتابه دوامداره نه ملاتړ او د انرژۍ په سکټور کې د ښې حکومتوالۍ د لیدلوري د پلي کیدو وړاندې د اوبو او بریښنا، کانونو او پترولیم، صنعت او سوداګرۍ او مالیې وزارتونه خنډونه دي.

د روڼتیا د څار بنسټ اجرايي مشر د هغو لاملونو په اړه چې د افغانستان د انرژۍ د ودې د مخنیوی لامل شوی، وویل: ټیټ انساني او د بنسټونو وړتیا، په پالیسیو او ماموریتونو کې لاسوهنه او اختلاف، د وزارتونو او نړیوالو پرمختیایي بنسټونو په ونډه کې ابهام او پرمختیایي برنامو او د افغانستان د حکومت د اړتیاوو نا ورته والی، د بریښنا په سکټور کې پرتې ستونزې دي.

له دې ټولو سره د اوبو او بریښنا وزارت، د انمیت په برخه کې ستونزې، په هیواد کې د ځینو پروژو د پلي کیدو پر وړاندې لوی خنډ بولي.

د اوبو او بریښنا وزارت ویاند، احمد سیر نیکزاد، آرزو ته وویل: د امنیت سکالو جدي ستونزه ده چې زمونږ د چارو پر وړاندې پرته ده. اوس مهال د اوو لویو بندونو چارې روانې دي او د بریښنا ۲۵ نور بدنونه په تدارکاتي او مطالعاتي پړاو کې دي.

د ګزارشونو پر بنسټ، په افغانستان کې ډیرۍ بریښنا له بهرنیو هیوادونو راوړل کیږي او حکومت یوازې په ۲۰۱۸ کال کې ۲۲۵ میلیون ډالره د بریښنا د پیرلو لپاره لګولي دي.