1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د روڼتیا څار: کرکټ بورډ د فساد د مخنیوي تګلاره نلري

دیدبان-شفافیت-1536x868
05 Sep 2020

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ نوې موندنې ښيي چې د هیواد کرکټ بورډ، روڼتیا او د فساد د مخنیوي تګلاره نلري.

 

د روڼتیا څار بنسټ، نن پیلنۍ (وږي۱۵)، په خپله نوې څیړنه کې د افغانستان په کرکټ بورډ کې له جدي نیمګړتیاوو پرده پورته کړه.

د دې بنسټ د موندنو پر بنسټ، د افغانستان کرکټ بورډ کې “روڼتیا، حساب ورکونه، د حکومتولۍ او فساد د مخنیوي لپاره لږه تګلاره هم شتون نلري. “

په دې ګزارش کې د کرکټ بورډ د غړو د غوراوي بهیر پوښتنه زیږوونکی او د نړیوالو مرستو سره سره، د نجونو د تمرین لپاره د بنسټونو د جوړولو بهیر ناکامه بللی دی.

د روڼتیا د څار بنسټ اجرايي مشر، سیداکرام افضلي په دې ناسته کې وویل: په کرکټ بورډ کې حکومتولي له ګڼو جدي ننګونو سره مخ ده. لومړنی او تر ټولو مهم یې د مدیره پلاوي د غړو د بهیر سیاسي کیدل او په اجرایي کچه له حده ډیر ادلون بدلون دی.

د دې څیړنې پر بنسټ، ولسمشر غني چې د کرکټ بورډ د مشرتابه پلاوي د غوراوي واک لري، ندی توانیدلی چې د دې بنسټ د مشرتابه په ادلون بدلون کې روڼتیا او ځواب ورکونه تامین کړي.

ګزارش همداراز ښایي چې په تیرو شپږو کلونو کې، د کریکټ بورډ په مشرتابه کې شپږ ځلي بدلون راغلی.

د دې ګزارش لیکوال او څیړونکی، مشتاق رحیم وویل؛ چې ډیر شمیر لوبغاړي، د کرکټ بورډ د مدیره پلاوي د غړیو خپلوان دي.

د هغه په وینا، یو شمیر ستر لوبغاړي، په کورنیو لوبو کې د تجربې نه لرلو له کبله په ملي لوبډله کې د غوراوي شرایط نلری.

د دې ګزارش پر بنسټ، په کرکټ بورډ کې د اطلاعاتو او معلوماتو د ورکړې بهیر له تر ټولو لږ معیار سره برابري نلري.

په همدې حال کې، د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند، فرید هوتک ویلي چې ډير ژر به د دې څیړنې اړوند د دې بنسټ دریځ اعلان شي.

که څه هم افغانستان په تیرو دوو لسیزو کې د کرکټ په لوبغاله کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي، خو د روڼتیا څار بنسټ هیښتیا ورکوي که کرکټ بورډ، خپل فعالیتونه د ښې حکومتولۍ له معیارونو سره برابر نکړي، په لوبو کې د د اغیزمن مدیریت او ملاتړ جوګه ونه اوسي.

دې بنسټ له حکومت څخه غوښتي چې د کرکټ بورډ د اساسلیک د تعدیل حکم صادر او د دې بورډ د مدیره پلاوي د غړو د دندې د مهال ټاکلو لپاره روښانه کړنچاره جوړه کړي.