قطر له سعودي عربستان سره د دواړو هیوادونو ترمنځ شته کړکیچ ته د پای ورکونې لپاره خبرې اترې تایید کړي دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثانی په رم کې د مدیترانه ناستې په ترڅ کې ویلي دي چې د دې هیواد او فارس خلیج سیمې یو شمیر هیوادونو ترمنځ لانجو ته پای ورکونې لپاره خبرې اترې روانې دي.
هغه ټينګار کوي چې دا خبرې اترې به وکولای شي شته شخړې ته چې له دو کالونو را په دې خوا د عربستان او ملګرو هیوادونو له لوري د قطر د بندیز لامل شوی پای ورکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې له عربستان سره یې په تیرو اونیو کې د دواړو هیوادونو راتلونکي لرلید په اړه خبرې اترې کړې دي.
د راپورونو پربنسټ،عربستانومصر،امارات او بحرین هیوادونو په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې قطر له ترهګرۍ سره په مبارزې تورن کړ او له دې هیواد سره یې خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پرې کړې.
له بلې خوا د قطر د بهرنیو چارو وزیر له تهران سره ښه اړیکو ته په کتو له ایران سره خپلو همکاریو ښه والي ته د خپل هیواد له لیوالتیا خبر ورکړ.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي