د زابل په مرکز قلات کې موټربم چاودنه کې نږدی ۸۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د کورنیو چارو وزارت وایې چې نن سهار (۵ او ۵۰ دقیقې) له چاودیدونکو توکو ډک (مازډا ډوله )موټر په قلات ښار کې د ملي امنیت د ریاست د قراوول پر وړاندې چاودنه وکړه چې په پایله کې یې د دو پولیس سرتیرو په ګډون ۱۵ ولسي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او نږدی ۶۶ نور ټپیان شول.
د دې چاودنې په پایله کې د قلات ښار د روغتون ډیری برخې هم چې د ملی امنیت ریاست ته نږدی دی ویجاړې شوې دي.
د دې برید پړه د طالبانو ډلې پر غاړه واخسته.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي