په کندهار کې یو شمیر کروندګر د دې نباتي آفت د لمنځه وړلو په برخه کې د دې ولایت د کرنې د ادارې لخوا په ځنډ نیوکه کوي.
په کندهار ولایت کې، سږکال په نږدې ۷۰ زره هکتاره ځمکه کې غنم کرل شوي چې ډیرۍ یې د دې ولایت دامان ولسوالۍ کې دي. خو د ډیرو اورښتونو سره سره، د دې ولایت د غنمو ډیرۍ پیداوار، د سرخک په نوم د نباتي آفت ښکار ګرځیدلي.
یو شمیر کروندګرو ویلي چې دې نباتي آفت، د دوی د غنمو ۸۰ سلنه کښتۍ زیانمنې کړي او د حکومت د نه پاملرنې په صورت کې، د ټولو پيداوارو د لمنځه تلو شونتیا شته دی.
ګل محمد چې کروندګر دی، آرزو ټلویزیون ته ویلي چې سږکال که څه هم د غنمو حاصلات ښه ښکاریدل، خو نباتي آفت د دوی پيداوار زیانمنولای شي.
په کندهار کې کروندګر همداراز د دې نفاتي آفت د لمنځه وړلو یا مخنیوي په برخه کې د کندهار د کرنې ریاست په ځنډ نیوکه کوي.
د کندهار د کرنې ریاست مشر هم د کروندګرو دا ستونزه مني.
د کندهار د کرنې مشر، سید حفظ الله سیدي آرزو ټلویزیون ته وویل چې د دې نباتي آفت لامل، د اصلاح شویو تخمونو نه کرل دي.
هغه زیاته کړه چې اوس د دې مرض د لمنځه وړلو شونتیا شتون نلري.
د کندهار د کرنې مشر همداراز وویل چې سږکال یې د دې ولایت له ۱۷ زرو ډیرو کروندګرو ته، اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ویشلې دي.
آرزو نیوز- عطاالله عمر