د مرکزي اسیا هیوادونو مشرانو له خپلو سلاو ناستو وروسته د سیمه ییزو مرستو د پراختیا په اړه هوکړه وکړه.
په دې ناسته کې د قرقیزستان،ترکمنستان،اوزبیکستان،قزاقستان او تاجیکستان ولسمشرانو په عشق اباد ښار کې د سوداګرۍ،اقتصادي،بریښنا،لیږد رالیږد،اړیکو او د کرونا ویروس پر وړاندې د ګډې مبارزې په برخه کې د سیمه ییزو مرستو پیاوړتیا اړوند یوه ګډه اعلانپاڼه لاسلیک کړه.
د مرکزي اسیا پنځو هیوادونو مشرانو همداشان د سرحدونو له لارې د ترهګریزو ډلو د ګواښ لپاره د مبارزې،د سولې ټینګښت،ټیکاو او د سیمې امنیت په موخه خپل چمتوالی اعلان کړ.