1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د سولې خبرو اترو په تړاو د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره د خلیل زاد لیدنه

غنی
16 Mar 2021

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له ولسمشرغني او د ملي روغۍ جوړې لویې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره لیدنه وکړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي خلیل زاد له ولسمشرغني سره په لیدنه کې د سولې د بهیر بدلونونو او په دې بهیر کې راتلونکو اقدامونو پرسر خبرې کړې دي.

له بلې خوا سپیدار ماڼۍ اعلان وکړ چې ښاغلي عبدالله او خلیل زاد د سولې په بهیر کې د پرمختګونو او بدلونونو، د ملي روغې جوړې لویې شورا د کمېټې وروستۍ پریکړې، د مسکو او ترکیې ناستو او د خبرو اترو د بهیر ګړندیتوب او تاوتریخوالي کمیدو په اړه خبرې اترې کړې دي.